حج او عمره پرله پسې ادا کړئ، ځکه چې دا دواړه فقر او ګناهونه داسې لرې کوي لکه څنګه چې (د پښ پو شوی اور ) د اوسپنې، سرو زرو او سپینو زرو ناپاکي لرې کوي او قبول شوی حج له جنت…

حج او عمره پرله پسې ادا کړئ، ځکه چې دا دواړه فقر او ګناهونه داسې لرې کوي لکه څنګه چې (د پښ پو شوی اور ) د اوسپنې، سرو زرو او سپینو زرو ناپاکي لرې کوي او قبول شوی حج له جنت پرته بله بدله نه لري

له عبدالله بن مسعود رضی الله عنه څخه روایت دی وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: "حج او عمره پرله پسې ادا کړئ، ځکه چې دا دواړه فقر او ګناهونه داسې لرې کوي لکه څنګه چې (د پښ پو شوی اور ) د اوسپنې، سرو زرو او سپینو زرو ناپاکي لرې کوي او قبول شوی حج له جنت پرته بله بدله نه لري".

[صحيح] [رواه الترمذي والنسائي وأحمد]

الشرح

رسول الله صلی الله علیه وسلم ژر ژر د حج او عمرې، یو د بل پسې پر ادا کولو ټېنګار کوي او دا چې څوک یې وس لري نو باید پرېکون پکې را نه ولي، ځکه چې ادا کول یې په داسې ډول د فقر، ګناهونو او پر زړه د ګناهونو د اغیزو د لرې کېدو لامل ګرځي لکه څنګه چې د اور پو کول د اوسپنې او هغو معدنیاتو څخه زنګ او نور توکي لرې کوي چې له جنسه یې نه وي.

فوائد الحديث

په پرله پسې ډول د حج او عمرې د ادا کولو فضیلت او پرې ټېنګار.

د حج او عمرې ادا کول د شتمنۍ او د ګناهونو د بخښنې له لاملونو څخه دي.

مبارکفوري ویلي چې د (ينفيان الفقر) معنا دا ده چې غریبي له منځه وړي، نو کیدی شي د لاس په شتمن کېدو سره ظاهري فقر او د زړه په شتمن کېدو سره باطني فقر له منځه تلل مراد وي.

التصنيفات

د حج او عمرې فضیلت