إعدادات العرض
چا چې وویل: زه په الله (جل جلاله) د رب، په اسلام د دین او پر محمد ﷺ د رسول په توګه راضي او خوښ یم، نو جنت ورته واجب شو
چا چې وویل: زه په الله (جل جلاله) د رب، په اسلام د دین او پر محمد ﷺ د رسول په توګه راضي او خوښ یم، نو جنت ورته واجب شو
د ابوسعید الخدري رضي الله عنه نه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: چا چې وویل: زه په الله (جل جلاله) د رب، په اسلام د دین او پر محمد ﷺ د رسول په توګه راضي او خوښ یم، نو جنت ورته واجب شو».
الترجمة
العربية Tiếng Việt অসমীয়া Nederlands Bahasa Indonesia Kiswahili Hausa සිංහල English ગુજરાતી Magyar ქართული Română Русский Português ไทย తెలుగు मराठी دری Türkçe አማርኛ বাংলা Kurdî Malagasy Македонски Tagalog ភាសាខ្មែរ Українська ਪੰਜਾਬੀ Wolofالشرح
رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکوي چې څوک ووايي: «زه په الله جل جلاله د رب، معبود مربي، مالک بادار او اصلاح کوونکي په توګه خوښ یم «په اسلام د دین په توګه» یعني د اسلام په ټولو حکمونو؛ که اوامر دی یا نواهي، د دین، ملت، او شریعت په توګه په عقیده او اطاعت سره منم او پرې خوښ یم «او په محمد صلی الله علیه وسلم د رسول په توګه خوښ یم» چې د هغه ټول رسالت، پیغام او لارښوونې چې موږ ته یې راوړي، په ایمان او پیروۍ سره منم؛ نو داسې انسان ته جنت واجب شوی دی.فوائد الحديث
د دې ذکر په ویلو ټینګار، او د هغه ثواب په اړه وضاحت چې پرې مرتبیږي.
په الله د رب په توګه راضي کېدل دا معنا لري چې څوک له هغه سپېڅلي ذات پرته د بل چا عبادت ونه کړي.
په محمد صلی الله علیه وسلم د نبي او رسول په توګه راضي کېدل د هغه صلی الله علیه وسلم د پيروۍ او سنت ته یې د غاړې اېښودلو معنا لري.
په اسلام د دین په توګه راضي کېدل، په هغه څه خوښي او رضایت دی چې الله تعالی خپلو بندګانو ته غوره کړی دی.
په اذان کې د شهادتینو اوریدو پر مهال دا دعا مستحب ده، لکه څنګه چې په نورو روایتونو کې یادونه شوې ده.
په بل حدیث کې راغلي چې سهار او بیګا د دې دعا ویل مستحب دي.
التصنيفات
آزاد اذکار