إعدادات العرض
ستاسو په نومونو کې غوره نومونه الله تعالی ته؛ عبد الله او عبد الرحمن دي
ستاسو په نومونو کې غوره نومونه الله تعالی ته؛ عبد الله او عبد الرحمن دي
له ابن عمر رضي الله عنهما څخه روایت دی وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: « ستاسو په نومونو کې غوره نومونه الله تعالی ته؛ عبد الله او عبد الرحمن دي»
الترجمة
العربية Bahasa Indonesia Tiếng Việt Nederlands Kiswahili English অসমীয়া ગુજરાતી සිංහල Magyar ქართული Hausa Română ไทย Português తెలుగు मराठी ភាសាខ្មែរ دری አማርኛ বাংলা Kurdî Македонски Tagalog Українська ਪੰਜਾਬੀ മലയാളം Moore ಕನ್ನಡ Türkçeالشرح
رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکوي چې الله تعالی ته د نارینه وو په نومونو کې خوښ نومونه: عبد الله او عبد الرحمن دي.فوائد الحديث
قرطبي ویلي: (په فضیلت کې) کې هغه نومونه هم له دې نومونو سره یو ځای کیږي چې د دوی په څېر وي لکه: عبد الرحیم، عبد الملک، عبد الصمد، او دا ځکه الله تعالی ته خوښ دي چې هغه معنا پکې ده چې پرې یادول د الله تعالی واجب حق دی او هغه چې انسان پرې باید یاد شي او د هغه د حال سره ملازم دی چې هغه بندګي ده، بیا د بنده نسبت رب ته شوی دی چې دا یو حقیقي نسبت دی، نو د دې پدې ترکیب سره دا صفتونه یې د خاوندانو سره ولګېدل او پرې عزتمن شول او فضیلت یې تر لاسه کړ، او نورو ویلي: پدې دوو نومونو اقتصار لدې امله شوی چې په قرآن کریم کې لدې پرته د الله تعالی بل نوم ته د بنده نسبت ندی شوی، الله تعالی فرمایلي: {وَأَنَّهُ لَمَّا قَامَ عَبْدُ اللَّهِ يَدْعُوهُ} او په یو بل آیت کې یې فرمایلي: {وَعِبَادُ الرَّحْمَنِ} او د الله تعالی دا وینا یې هم تائیدوي: { قُلِ ادْعُوا اللَّهَ أَوِ ادْعُوا الرَّحْمَنَ}.
التصنيفات
د پیدا شوي ماشوم حکمونه