إعدادات العرض
په تاسو کې غوره زما پیړۍ ده، بیا ورپسې هغه کسان چې له هغوی وروسته راځي، بیا هغه کسان چې له هغوی وروسته راځي
په تاسو کې غوره زما پیړۍ ده، بیا ورپسې هغه کسان چې له هغوی وروسته راځي، بیا هغه کسان چې له هغوی وروسته راځي
د عمران بن حصین رضي الله عنهما څخه روایت دی، وايي چې: رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمایلي: «په تاسو کې غوره زما پیړۍ ده، بیا ورپسې هغه کسان چې له هغوی وروسته راځي، بیا هغه کسان چې له هغوی وروسته راځي» عِمران وايي: زه نه پوهېږم چې رسول الله صلی الله عليه وسلم له دوو نسلونو یادونه وکړه، که له دریو، بیا رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمایل: «بېشکه له تاسو وروسته به داسې قوم راشي چې خیانت به کوي او د باور وړ به نه وي، شهادت به ورکوي خو د شاهدۍ غوښتنه به ترې نه وي شوې، نذرونه به کوي خو پوره کوي به یې نه، او چاغوالی به پکې ښکاره شي».
الترجمة
العربية Tiếng Việt অসমীয়া Nederlands Bahasa Indonesia Kiswahili Hausa සිංහල English ગુજરાતી Magyar ქართული Română Русский Português ไทย తెలుగు मराठी دری Türkçe አማርኛ বাংলা Kurdî Malagasy Македонски Tagalog ភាសាខ្មែរ Українська ਪੰਜਾਬੀالشرح
نبي صلی الله علیه وسلم خبر ورکړی چې د خلکو له طبقو څخه غوره طبقه هغه ده چې رسول الله صلی الله علیه وسلم او صحابه کرام پکې وو، بیا هغه مؤمنان چې صحابه یې لیدلي وي خو رسول الله یې نه وي لیدلی، بیا هغه کسان چې د تابعینو پیروي کوي (اتباع تابعین)، صحابي د څلورمې پېړۍ د خلکو په یادولو کې تردد کړی دی. بیا رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمایل: له هغوی وروسته به داسې قوم راشي چې خیانت به کوي، خلک به پرې باور نه کوي، شاهدۍ به ورکوي مخکې له دې چې د شاهدۍ غوښتنه ترې وشي، نذرونه به کوي خو وفا به پرې نه کوي او په خوړو او څښاک کې به پراخوالی راولي، تر دې چې چاغوالی به پکې ښکاره شي.فوائد الحديث
تر ټولو غوره زمانه او نسل د ټولې دنیا په اوږدو کې هغه زمانه ده چې رسول الله صلی الله عليه وسلم او د هغه اصحابو پکې ژوند کړی وو، په صحیح البخاري کې له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه روایت دی چې فرمایلي یې دي: «زه د بني آدم له غوره پېړیو څخه پېړۍ په پېړۍ مبعوث شوی یم، تر دې چې د هغې پېړۍ برخه شوم چې پکې وم».
ابن حجر ویلي: د حدیث معنا دا ده چې صحابه له تابعینو څخه غوره دي، او تابعین د تبع تابعینو له اتباعو څخه غوره دي، خو دا چې دا غوره والی د ټولې ډلې (مجموع) په لحاظ دی، که د افرادو په لحاظ؟ دا د بحث ځای دی، او جمهورو علماوو د افرادو د غوره والي نظر غوره کړی دی.
په دې عبارت کې اشاره ده دې ته چې د دریو لومړنیو نسلونو (قرون ثلاثه) د لارې پیروي اړینه ده؛ ځکه هر څوک چې د نبوت له زمانې سره نېږدې وي، نو هغه د فضیلت، علم، د رسول الله صلی الله عليه وسلم پسې د اقتدا له پلوه ډېر د دې فضیلت مستحق دی.
نذر دا دی چې مکلف (مسلمان بالغ انسان) خپل ځان د داسې عبادت پابند کړي چې شریعت پرې لازم کړی نه وي ، او دا په هرې هغې وینا سره کېږي چې د نذر معنا ورکوي.
د خیانت، نذر نه پوره کوونې او له دنیا سره د تعلق بدي.
د هغې شاهدۍ بدي چې له غوښتنې پرته ورکړل شي او د حق خاوند پرې پوه وي، خو که چېرته پرې پوه نه وي نو د رسول الله صلی الله علیه وسلم پدې وینا کې داخلېږي چې فرمایلي یې دي: «آیا تاسو ته د غوره شاهدانو په اړه خبر درنکړم؟ هغه څوک چې مخکې لدې شاهدي ورکوي چې غوښتنه یې ترې وشي». مسلم روایت کړی دی.
