إعدادات العرض
فتنې پر زړونو داسې را اوړي لکه د پُوزي (حصیر) په څېر چې لوښه لوښه (اوبدل شوی وي)
فتنې پر زړونو داسې را اوړي لکه د پُوزي (حصیر) په څېر چې لوښه لوښه (اوبدل شوی وي)
له حذیفة رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې: موږ له عمر رضي الله عنه سره وو، نو هغه وویل: په تاسو کې چا له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي چې د فتنو په اړه یې یادونه کړي وي؟ ځینو وویل: موږ ترې اورېدلي، هغه وویل: کېدی شي ستاسو موخه هغه فتنه او امتحان وي چې د سړي په خپلې کورنۍ او ګاونډي کې وي؟ هغوی وویل: هو، ده وویل: دا نو هغه فتنه ده چې لمونځ، روژه او صدقه یې کفاره ګرځېدلی شي، خو په تاسو کې چا له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي چې د هغې فتنې په اړه یې یادونه کړې وي چې لکه د دریاب د څپو په څېر څپې وهي؟ حذیفة وویل: خلک چپ شول، نو ما وویل: ما اورېدلي، هغه وویل: په پلار دې آفرین شه چې ستا په څېر اولاد یې راوړی دی، حذیفة وویل: ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي: «فتنې پر زړونو داسې را اوړي لکه د پُوزي (حصیر) په څېر چې لوښه لوښه (اوبدل شوی وي)، نو کوم زړه چې فتنه ومني، په هغه کې یوه تور ټکی وشي او کوم زړه یې چې رد کړي په هغه کې یو سپین ټکی وشي، تر دې چې د دوو زړونو درلودونکی شي: یو داسې سپین زړه چې لکه صفا ډبره، چې هېڅ فتنه به یې اغېزمن نه کړي تر څو چې اسمانونه او ځمکه وي؛ او بل تور چې خړوالي ته مایل وي (مرباد) زړه، لکه چپه شوی لوښی، چې نه نیکي پېژني او نه له بدۍ انکار کوي، هغه څه کوي چې خواهش یې لري»، حذیفه وایي: ما عمر ته دا هم وویل چې ستا او د فتنو ترمنځ یوه تړلې دروازه ده چې ژر ده ماته شي، عمر وویل: «ماته شي؟ دا ورته سخته ښکاره شوه (ځکه ماته شوې لکه د پرانېستل شوې په څېر نه وي نو ځکه یې هیله مندي وښوده چې) که پرانیستل شوې وای، ښايي بېرته تړل شوې وای» ما وویل: «نه، بلکې ماته به شي» او ما هغه ته وویل چې دا دروازه یو سړی دی چې یا به ووژل شي او یا به وفات شي — دا خبره مبهمه نه وه، ابو خالد وایي: ما سعد ته وویل: «ای ابو مالکه! دا (أَسْوَدُ مُرْبَادٌّ) څه معنا؟» هغه وویل: «په تور کې سخت سپېنوالی» وایي ما وویل: «(الْكُوزُ مُجَخِّيًا) څه معنا لري؟» هغه وویل: یعنې چپه شوی لوښی.
الترجمة
العربية Tiếng Việt Indonesia Nederlands Kiswahili English অসমীয়া ગુજરાતી සිංහල Magyar ქართული Hausa Română ไทย Português मराठी ភាសាខ្មែរ دری አማርኛ বাংলা Kurdî తెలుగు Македонски Tagalog Українська ਪੰਜਾਬੀ മലയാളം Moore ಕನ್ನಡ Türkçe Bosanskiالشرح
امیرالمؤمنین عمر بن الخطاب رضی الله عنه د صحابه کرامو رضی الله عنهم په ډله کې ناست و، نو هغوی ته یې وویل: په تاسو کې چا له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه د فتنو په اړه څه اورېدلي دي؟ ځینو یې وویل: موږ ترې اورېدلي چې د فتنو یادونه یې کوله، نو عمر رضي الله عنه وویل: کېدی شي ستاسو موخه هغه فتنه وي چې له امله یې یو سړی د خپلو نږدې کسانو اړوند له ازموینې سره مخ شي لکه: د ښځې او یا اولاد سره د ډېر مینې له امله، یا دا چې سختي پرې کوي، او یا ورسره له ډېرې ښېګڼې کولو څخه په نورو کارونو بوخت شي، یا د هغوی د حقونو په پوره کولو، د هغوی په روزنه او تعلیم کې د غفلت له امله، په ورته ډول، د یو سړي په خپل ګاونډي او داسې نورو کې فتنه، شاید ستاسو مطلب دا وي؟ هغوی وویل: هو، نو ویې ویل: دا خو هغه فتنې دي چې محاسبه غواړي او له ډلې یې هغه ګناهونه دي چې تمه شته په نیکیو سره وبخښل شي لکه: په لمانځه، روژې او صدقې سره. خو په تاسو کې چا له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي چې د عامو فتنو یادونه یې کړې وي، هغه چې ډېرې سختې او لوې وي او ډېر خپرېدل یې خلک داسې وارخطا کوي لکه د دریاب څپې یې چې وارخطا کوي؟ نو خلک چپ شول، حذیفة بن الیمان رضي الله عنهما وویل: ما ترې اورېدلي، نو عمر رضي الله عنه خوشحاله شو، او ورته یې وویل: په پلار دې آفرین شه چې ستا په څېر اولاد یې راوړی؛ ووایه، حذیفة وویل: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: فتنې به راښکاره شي او د انسان زړه پورې به داسې ونښلي لکه څنګه چې پُوزکی د ویده انسان ډډو پورې نښلي، او د فتنو د سختوالي له امله به زړه اغیزمن کړي، دا فتنې به یوه د بلې پسې تکرارېږي، نو کوم زړه ته چې ننوته، هغه خوښه کړه او داسې ورسره ګډه شوه لکه څنګه چې څښاک بدن ته داخلېږي؛ نو د هغه انسان په زړه کې به تور ټکی کېښودل شي، او کوم زړه یې چې رد کړي، نو په هغه زړه کې به یو سپین ټکی کېښودل شي، تر دې چې زړونه به دوه ډوله شي؛ یو سپین زړه درلودونکی چې په سخت سپینوالي سره به غوټه شوی وي او له نېمګړتیاوو به سلامت پاتې وي، او فتنه به ورته نه وي رسېدلي او هېڅ اغیز به یې پرې نه وي کړی لکه د یوې خویه ډبرې په څېر چې هېڅ شی ورپورې نه نښلي، نو فتنه به ورته هېڅ زیان ونه رسوي، تر دې چې د الله تعالی حضور ته ورشي. او بل زړه به هغه وي چې د فتنو له امله یې رنګ تور اوښتی وي، لکه د کږې یا چپه کوزې په څېر چې اوبه پکې نه ټینګیږي، نو دا زړه به هم همداسې وي چې نه ورپورې خېر نښلي او نه پوهه او حکمت، نه به نیکي پېژني او نه به له بدۍ انکار کوي، مګر هغه څه به کوي چې هغه یې خواهش لري. او حذیفه عمر ته وویل: دا فتنې به ستا په ژوند کې یوه هم راښکاره نه شي، ځکه ستا او د هغوی تر منځ یوه بنده دروازه ده چې نږدې ده ماته شي، عمر وویل: آیا په ماتېدو سره به ماتېږي؟ که چېرته خلاصه شوې وای، کېدی شي بېرته پورې شوې وه، حذیفه وویل: نه، بلکې ماتېږي به، او دا دروازه یو سړی دی چې هغه به وژل کېږي او یا به مړ کېږي. او ما چې د څه یادونه وکړه دا یو منل شوی کره خبر دی، نه دې د لیکوالانو له کتابچو څخه دی او نه د چا نظر دی، بلکې د رسول الله صلی الله علیه وسلم حدیث دی.فوائد الحديث
د عامو فتنو خطر؛ چې سختې وینې پکې توېږي او مالونه او امنیت پکې له منځه ځي.
دا ځانګړې فتنې که د دین سره تړاو ولري نو خاوند یې ملامت دی؛ ځکه چې دا خو به یا بدعتونه وي او یا ګناهونه، او که چېرته د دنیوي چارو سره تړاو ولري، نو د خاوند لپاره یې امتحان دی او صبر ورته په کار دی.
زړه چې کله له فتنو سره مخ شي نو ترې اغېزمن کېږي، او موفق انسان هغه دی چې الله تعالی یې هدایت نصیب کړي او ثابت قدمه پاتې شي.
نووي ویلي: د التحریر مصنف ویلي: د حدیث معنا داسې ده چې که یو سړی د خپلو خواهشاتو پسې لاړ شي، ګناهونه وکړي، نو د هرې ګناه له امله به یې زړه ته یو تیاره ننوځي او چې داسې وشول نو هغه په فتنه کې واقع شو او د اسلام رڼا ترې لاړه، او زړه لکه د کوزې په څېر دی، چې کله چپه شي، نو څه چې پکې وي ټول ترې تویېږي او بېرته ورته نه راځي.
د عمر دا وینا حذیفه ته چې (لا أبا لک ) معنا یې پدې چاره کې جدیت، ملا تړل او د هغه چا په څېر چمتووالی دی چې هېڅ مرستندوی ونه لري.
د عمر رضي الله عنه فضیلت، او دا چې هغه د فتنو او د خلکو تر منځه د بندې دروازې په څېر دی.
التصنيفات
د خواهشاتو او شهوتونو بدي