إعدادات العرض
ازار (پېڅې او یا کمیس)چې له ښنګرو ښکته وي هغه به په اور کې دی
ازار (پېڅې او یا کمیس)چې له ښنګرو ښکته وي هغه به په اور کې دی
له ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: « ازار (پېڅې او یا کمیس)چې له ښنګرو ښکته وي هغه به په اور کې دی».
[صحيح] [بخاري روايت کړی دی]
الترجمة
العربية Tiếng Việt অসমীয়া Bahasa Indonesia Nederlands Kiswahili Hausa ગુજરાતી සිංහල English Magyar ქართული Română Русский Português ไทย Bosanski తెలుగు मराठी دری Türkçe አማርኛ বাংলা Kurdî Malagasy Македонски Tagalog Українська ភាសាខ្មែរ ਪੰਜਾਬੀالشرح
نبي ﷺ نارینه وو ته خبرداری ورکړی چې خپل ټول لباس چې د دوی د بدن لاندې برخه پټوي لکه کمیس یا پتلون د پښو تر ګیټیو لاندې ښکته نه کړي، ځکه څوک چې له خپلې جامې یا پېنڅې له ښنګرو نه لاندې ښکته کړي نو سزا یې دا ده چې د دې کار له امله به دی په اور کې وي.فوائد الحديث
دا حدیث نارینه وو ته د جامو د اوږدوالي او له ښنګرو څخه ښکته کول منع کوي او په ډاګه کوي چې دا کبیره ګناه ده.
ابن حجر وايي: له اسبال څخه په مطلق ډول هغه اوږدوالی مستثنا دی چې د ضرورت له امله رامنځته شوی وي؛ لکه د چا په ښنګرو کې چې زخم وي، نو په لوڅولو سره یې مچان او داسې نور څیزونه ازاروي او دا چې له دې پرته بله لار ونه لري.
دا حکم یوازې د نارینه وو لپاره دی، ځکه ښځو ته سپارښتنه شوې چې خپل لباس د ښنګرو لاندې د نیم ګز په اندازه اوږد کړي.
التصنيفات
لباس او سینګار