إعدادات العرض
هر نشهوَر (مستی راوستونکی) شی حرام دی
هر نشهوَر (مستی راوستونکی) شی حرام دی
له ابی بردة رحمه الله څخه روایت دی چې هغه له خپل پلار ابو موسی الأشعري رضی الله عنه څخه روایت کوي: رسول الله صلی الله عليه وسلم یمن ته واستاوه، نو هغه ترې د هغو څښاکونو په اړه وپوښتل چې هلته جوړېږي، رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمایل: «هغه څه دي؟» ده وویل: «البِتْعُ او المِزْرُ» نو ابی بردة ته وویل شول چې: «البِتْعُ څه شی دی؟» هغه وویل: د شاتو نبیذ (یعنې هغه څښاک چې له شاتو جوړېږي او وروسته نشهوَر شي) او: المِزْر: د وربشو چمتو شوی څښاک دی، نو هغه صلی الله عليه وسلم وفرمایل: «هر نشهوَر (مستی راوستونکی) حرام دی». بخاري روایت کړی. او مسلم دا حدیث روایت کړی دی او د هغه الفاظ داسې دي چې: ابو موسی الأشعري رضی الله عنه وايي: رسول الله صلی الله عليه وسلم زه او معاذ بن جبل یمن ته واستولو، نو ما وویل: اې د الله رسوله! زموږ په سیمه کې یو ډول شراب جوړېږي چې «المِزَر» ورته ویل کېږي، او له اوربشو نه جوړېږي، او یو بل ډول شراب دي چې «البِتْع» ورته ویل کېږي، او له شاتو نه جوړېږي، نو رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمایل: «هر نشهوَر شی حرام دی». او د مسلم په یوه بل روایت کې دي چې: «هر هغه څه چې د لمانځه څخه (انسان) بې هوښه کړي، نو هغه حرام دی». او د همده په یو بل روایت کې دي چې: «رسول الله صلی الله عليه وسلم ته (جوامع الکلم) یعنې لنډې خو له معنا ډکې ویناوې ورکړل شوي چې په ویناوو مهر لګوونکي دي، نو هغه فرمایلي چې: له هر هغه نشهوَر شي څخه یې منع کړې ده چې د لمانځه له یاد څخه انسان بې هوښه کوي».
الترجمة
العربية Español አማርኛ English اردو Indonesia বাংলা Français Türkçe Русский Bosanski සිංහල हिन्दी 中文 فارسی Tiếng Việt Tagalog Kurdî Hausa Português മലയാളം తెలుగు Kiswahili தமிழ் မြန်မာ ไทย Deutsch অসমীয়া Shqip Nederlands ગુજરાતી Кыргызча नेपाली Lietuvių دری Српски тоҷикӣ Kinyarwanda Magyar Čeština Moore Malagasy Oromoo ಕನ್ನಡ Wolof Azərbaycan O‘zbek Українська ქართული Македонски ភាសាខ្មែរ Bambara ਪੰਜਾਬੀ मराठी Kirundi Kurmancî Bahasa Melayuالشرح
ابو موسی الأشعري رضی الله عنه خبر ورکوي چې نبي صلی الله عليه وسلم هغه یمن ته واستاوه، نو هغه (ابو موسی) له نبي صلی الله عليه وسلم څخه د یو ډول څښاکو په اړه وپوښتل چې په یمن کې جوړېږي، چې آیا حرام دي؟ نو نبي صلی الله عليه وسلم ترې د هغو په اړه پوښتنه وکړه. ابو موسی الأشعري رضي الله عنه وویل چې: البتع د شاتو نه جوړ څښاک دي، او المزر له اوربشو نه جوړ څښاک دي. نو رسول الله صلی الله علیه وسلم؛ چې جوامع الکلم ورکړل شوي دي وفرمایل: «هر نشه کوونکی شی حرام دی».فوائد الحديث
نبیذ: هغه اوبه دي چې پکې کجورې، شات، اوربشې یا ورته نور شیان واچول شي؛ نو له دې شیانو څخه خوند او خوږه مزه واخلي او وروسته ممکن تخمیر شي (بدل شي) او نشهوَر شي.
دا حدیث د ټولو نشه ورو موادو په حراموالي کې اصل دی لکه: شراب، چرس او داسې نور.
د هغه څه په اړه د پوښتنې اهمیت چې مسلمان ورته اړتیا لري.
د شرابو حرمت لومړی ځل هغه مهال نازل شو، کله چې د لمانځه وخت راغی، او ځینو صحابه وو لمونځ وکړ، نو په قراءت کې ګډوډ شول، چې د الله تعالی دا قول نازل شو: {يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَقْرَبُوا الصَّلَاةَ وَأَنْتُمْ سُكَارَى حَتَّى تَعْلَمُوا مَا تَقُولُونَ} [النساء: 43]. یعنې: (اې هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو د نشې په حالت كې لمانځه ته مه نږدې كېږئ، تر هغه پورې چې تاسو پوه شئ په هغه څه چې تاسو يې وایئ). دا پداسې حال کې چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په امر یو اواز کوونکي غږ وکړ چې د نشې په حالت کې دې څوک لمانځه ته نه نږدې کېږي، بیا الله تعالی د دې وینا په نازلېدو سره شراب بالکل حرام کړل: {يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِنَّمَا الْخَمْرُ وَالْمَيْسِرُ وَالْأَنْصَابُ وَالْأَزْلَامُ رِجْسٌ مِنْ عَمَلِ الشَّيْطَانِ فَاجْتَنِبُوهُ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ (90) إِنَّمَا يُرِيدُ الشَّيْطَانُ أَنْ يُوقِعَ بَيْنَكُمُ الْعَدَاوَةَ وَالْبَغْضَاءَ فِي الْخَمْرِ وَالْمَيْسِرِ وَيَصُدَّكُمْ عَنْ ذِكْرِ اللَّهِ وَعَنِ الصَّلَاةِ فَهَلْ أَنْتُمْ مُنْتَهُونَ} [المائدة: 90، 91]. یعنې: (اې هغو کسانو چې ايمان مو راوړی! پرته له شکه شراب، جواري، د غير الله د عبادت ځايونه او د فال غشې دا ټول ناولي شيطاني كارونه دي نو ډډه ترې وكړئ چې بريالي شئ، یقینًا همدا خبره ده چې شیطان غواړي ستاسو په مینځ كې د شرابو او جوارۍ په ذریعه دښمني او بغض واچوي او تاسو د الله له ذكر او لمانځه نه بند كړي، نو آیا تاسو (له شرابو او جوارۍ نه) منع كېدونكي یئ؟
الله تعالی شراب حرام کړل، ځکه چې ډېر زیانونه او ستر فسادونه پکې دي.
په حرمت کې اعتبار نشه ور کېدو ته دی؛ نو کله چې په نبیذ کې د نشې صفت پېدا شو نو حرام دي، او تر څو چې پکې د نشې صفت نه وي پېدا شوی مباح دي.
