څوک چې د قربانۍ لپاره څاروی ولري، نو کله چې د ذی الحجې میاشت ولیدل شي، نو د قرباني کولو پورې دې خپل ویښتان او نوکان نه پرې کوي

څوک چې د قربانۍ لپاره څاروی ولري، نو کله چې د ذی الحجې میاشت ولیدل شي، نو د قرباني کولو پورې دې خپل ویښتان او نوکان نه پرې کوي

د رسول الله صلی الله علیه وسلم له مېرمن؛ أم المؤمنین ام سلمه رضی الله عنها څخه روایت دی هغې ویلي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: "څوک چې د قربانۍ لپاره څاروی ولري، نو کله چې د ذی الحجې میاشت ولیدل شي، نو د قرباني کولو پورې دې خپل ویښتان او نوکان نه پرې کوي."

[صحيح] [مسلم روايت کړی دی]

الشرح

نبي صلی الله علیه وسلم هغه چا ته امر کړی چې د قربانۍ کولو اراده یې کړي وي چې د ذی الحجې د میاشتې له راښکاره کېدو وروسته دې د خپل سر، تخرګ، بریتونو او نورو ځایونو ویښتان نه اخلي او نه دې د لاسونو او پښو نوکان پرې کوي، تر څو یې چې قرباني نه وي کړي.

فوائد الحديث

څوک چې د ذوالحجې د لومړۍ لسیزې له داخلېدو وروسته د قربانۍ نیت وکړي، نو له کوم وخت څخه یې چې نیت کړی وي تر قربانۍ پورې دې له یادو کارونو ډډه وکړي.

که په لومړۍ ورځ یې قرباني ونه کړه، نو بندیز به یې پر ځای وي تر څو د تشریق په بله کومه ورځ کې قرباني وکړي.

التصنيفات

قرباني