إعدادات العرض
په دریو وختونو کې به رسول الله صلی الله علیه وسلم موږ له لمانځه څخه منع کولو او لدې چې خپل مړي پکې ښخ کړو
په دریو وختونو کې به رسول الله صلی الله علیه وسلم موږ له لمانځه څخه منع کولو او لدې چې خپل مړي پکې ښخ کړو
له عقبة بن عامر الجهني رضي الله عنه څخه روایت دی وایي: په دریو وختونو کې به رسول الله صلی الله علیه وسلم موږ له لمانځه څخه منع کولو او لدې چې خپل مړي پکې ښخ کړو: کله چې لمر څرک وهي، تر دې چې ښه راپورته شي، کله چې ټکنده غرمه شي تر دې چې لمر زوال وکړي، او کله چې لمر ډوبېدو ته نږدې شي تر دې چې ډوب شي.
الترجمة
العربية বাংলা Bosanski English Español فارسی Français Indonesia Русский Tagalog Türkçe اردو 中文 हिन्दी Hausa Kurdî Português Tiếng Việt Kiswahili Nederlands অসমীয়া ગુજરાતી සිංහල Magyar ქართული Română ไทย తెలుగు मराठी ភាសាខ្មែរ دری አማርኛ Македонски Українська ਪੰਜਾਬੀ മലയാളം Moore ಕನ್ನಡالشرح
رسول الله صلی الله علیه وسلم د ورځې پر مهال په دریو وختونو کې له نفلي لمونځونو څخه منع فرمایلې ده او لدې چې مړي په کې ښخ کړل شي. لومړی وخت: کله چې لمر څرک وهي، چې دا یې د راختو لومړۍ شېبه ده، تر دې چې د یوې نیزې په اندازه پورته شي، چې نږدې د یو پاو وخت په کچه اندازه کیږي. او دویم: کله چې لمر د اسمان منځۍ ته شي، نو د ختیځ او لویدیځ لور ته هیڅ سیوری نه لري، تر دې چې د آسمان له منځۍ زوال وکړي او د ختیځ لور ته سیوری ښکاره شي، نو د ماسپښین د لمانځه لومړی وخت پېل شي، او دا لنډ وخت دی چې نږدې پنځه دقیقې کیږي. او دریم: کله چې لمر مخ په ډوبېدو شي، تر دې چې ډوب شي.فوائد الحديث
هغه وختونه چې لمونځ پکې منع شوی او دا او نور حدیثونه پرې دلالت کوي په لاندې ډول دي، لومړی: د سهار له لمانځه وروسته تر لمر ختو پورې. دویم: د لمر ختلو پر مهال تر دې چې د سترګو په برید د یوې نیزې په اندازه راپورته شي؛ یعنې نږدې د پنځلس دقیقو په اندازه، دریم: کله چې لمر د آسمان منځۍ ته شي، تر دې چې زوال وکړي، یعنې هغه وخت چې یو ولاړ انسان هیڅ لور ته سیوری ونه لري، نه ختیځ ته او نه لویدیځ ته او ځینو دا وخت هم په پنځو دقیقو سره اندازه کړی دی. څلورم: د مازدیګر له لمانځه وروسته تر هغه چې لمر ولویږي. پنځم: کله چې لمر ژیړ شي تر هغه چې ډوب شي.
په دې پنځو ممنوعه وختونو کې د لمانځه کولو ممانعت فرضي او هغو لمونځونو ته نه شاملیږي چې ځانګړي اسباب ولري.
په حدیث کې ذکر شوي دغو دریو تنګو وختونو پورې په قصدي ډول د جنازې د ځنډولو ممانعت، او د شپې یا ورځې په هر ساعت کې د هغې جواز.
پدې وختونو کې له لمانځه څخه د ممانعمت حکمت: اصل دا دی چې مسلمان د عبادت له مخې د الله تعالی اوامرو ته غاړه ږدي او له نواهیو څخه یې ډډه کوي، او تر هغه پورې به عبادت نه بس کوي تر څو یې حکمت او علت معلوم نه وي معلوم کړي چې ولې ورته امر شوی او یا ترې ولې منع شوی دی، بلکې ورته په کار دي چې ویې مني.
د دې (وختونو) حکمتونه په نورو حدیثونو کې ذکر شوي: لومړی دا چې په غرمه کې له زوال څخه مخکې د دې لپاره منع شوی چې پدې وخت کې د جهنم اور په شدت بلیږي، دویم: د لمر ختو او لمر پریوتو پر مهال د لمانځه د ممانعت حکمت دا دی چې پدې کې د مشرکانو سره مشابهت دی، ځکه هغوی د لمر ختو او لمر پریوتو پر مهال لمر ته سجده کوي. دریم: او د سهار د لمانځه نه وروسته تر لمر ختو او د مازدیګر د لمانځه نه وروسته تر لمر پرېوتو پورې د لمانځه څخه د ممانعت حکمت دا دی چې پدې سره د شبهې دروازه بنده شي او د کافرانو سره ماشابهت ونه شي، او مسلمان ورسره د هغوی په شرک کې مشابهت پېدا نه کړي، ځکه هغوی د لمر ختو او لمر پرېوتو پر مهال لمر ته سجده کوي.
التصنيفات
هغه وختونه چې لمونځ کول پکې روا ندي