مَنْ سَبَّحَ اللهَ فِي دُبُرِ كُلِّ صَلَاةٍ ثَلَاثًا وَثَلَاثِينَ، وَحَمِدَ اللهَ ثَلَاثًا وَثَلَاثِينَ، وَكَبَّرَ اللهَ ثَلَاثًا وَثَلَاثِينَ، فَتْلِكَ…

مَنْ سَبَّحَ اللهَ فِي دُبُرِ كُلِّ صَلَاةٍ ثَلَاثًا وَثَلَاثِينَ، وَحَمِدَ اللهَ ثَلَاثًا وَثَلَاثِينَ، وَكَبَّرَ اللهَ ثَلَاثًا وَثَلَاثِينَ، فَتْلِكَ تِسْعَةٌ وَتِسْعُونَ، وَقَالَ: تَمَامَ الْمِائَةِ: لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ وَحْدَهُ لَا شَرِيكَ لَهُ، لَهُ الْمُلْكُ وَلَهُ الْحَمْدُ وَهُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ غُفِرَتْ خَطَايَاهُ وَإِنْ كَانَتْ مِثْلَ زَبَدِ الْبَحْرِ». "څوک چې د هر لمانځه په پای کې درې دېرش ځلې سبحان الله، درې دېرش ځلې الحمد لله او درې دیرش ځلې الله اکبر ووایي نو دا نهه نوي شول، او د سلو د پوره کولو لپاره یې: لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ وَحْدَهُ لَا شَرِيكَ لَهُ، لَهُ الْمُلْكُ وَلَهُ الْحَمْدُ وَهُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ" ووایي نو د هغه ګناهونه به وبخښل شي، که څه هم د سمندر د زګ په څېر وي

ابوهریره رضي الله عنه له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت کوي: «مَنْ سَبَّحَ اللهَ فِي دُبُرِ كُلِّ صَلَاةٍ ثَلَاثًا وَثَلَاثِينَ، وَحَمِدَ اللهَ ثَلَاثًا وَثَلَاثِينَ، وَكَبَّرَ اللهَ ثَلَاثًا وَثَلَاثِينَ، فَتْلِكَ تِسْعَةٌ وَتِسْعُونَ، وَقَالَ: تَمَامَ الْمِائَةِ: لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ وَحْدَهُ لَا شَرِيكَ لَهُ، لَهُ الْمُلْكُ وَلَهُ الْحَمْدُ وَهُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ غُفِرَتْ خَطَايَاهُ وَإِنْ كَانَتْ مِثْلَ زَبَدِ الْبَحْرِ». "څوک چې د هر لمانځه په پای کې درې دېرش ځلې سبحان الله، درې دېرش ځلې الحمد لله او درې دیرش ځلې الله اکبر ووایي نو دا نهه نوي شول، او د سلو د پوره کولو لپاره یې: لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ وَحْدَهُ لَا شَرِيكَ لَهُ، لَهُ الْمُلْكُ وَلَهُ الْحَمْدُ وَهُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ" ووایي نو د هغه ګناهونه به وبخښل شي، که څه هم د سمندر د زګ په څېر وي.

[صحيح] [مسلم روايت کړی دی]

الشرح

رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي: چا چې له فرض لمانځه وروسته: درې دیرش ځلې "سبحان الله" وویل چې دا له نېمګړتیاوو څخه د الله جل جلاله د پاکۍ بیانول دي. او درې دیرش ځلې یې "الحمد لله" وویل چې دا له محبت او تعظیم سره د کمال په صفتونو د الله تعالی یادول دي. او درې دیرش ځلې "الله أكبر" ویل چې (معنا یې) له هر شي څخه د الله جل جلاله لویي بیانول دي. او سل عدد د دې ذکر په ویلو سره پوره کیږي: «لا إله إلا الله وحده لا شريك له، له الملك، وله الحمد، وهو على كل شيء قدير» چې معنا یې ده: له الله پرته بل حق معبود نشته، هغه یو دی شریک نه لري، او هغه پاک ذات لره یوازې بشپړه واکمني ده، هغه له نورو پرته د محبت او تعظیم سره د ثنا او ستاینې وړ دی، او دا چې هغه قادر دی او هېڅ شی یې نه شي عاجز کولای. نو چا چې دا (ذِکر) ووایه ګناهونه یې پاک شول او وبخښل شول، که څه هم د هغه سپین ځګ په څېر ډېر وي چې د سمندر د اوبو په سر د څپو او هیجان پر مهال راپورته کیږي.

فوائد الحديث

له فرض لمانځه وروسته دا ذکر مستحب دی.

دا ذکر د ګناهونو د بخښلو سبب ګرځي.

د الله تعالی لوی فضل، رحمت او بخښنه.

دا ذکر د ګناهونو د بخښلو لامل دی او هدف ورڅخه: د کوچنیو ګناهونو کفاره ده، خو لوی ګناهونه له توبې پرته نه بخښل کیږي.

التصنيفات

د لمانځه اذکار