د قيامت په ورځ به د خلکو تر منځه لومړی د وینو په اړه پرېکړې کیږي

د قيامت په ورځ به د خلکو تر منځه لومړی د وینو په اړه پرېکړې کیږي

له عبدالله بن مسعود رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: "د قيامت په ورځ به د خلکو تر منځه لومړی د وینو په اړه پرېکړې کیږي".

[صحيح دی] [متفق علیه دی]

الشرح

رسول الله صلى الله عليه وسلم یادونه کړې ده چې لومړی هغه څه چې د خلکو تر منځه به یې فیصله کیږي هغه د خلکو تر منځه په وینو تویلو سره یو پر بل ظلم کول دي لکه: وژل او ټپي کول.

فوائد الحديث

د وینو تویولو د مسألې عظمت، ځکه خو پیل په تر ټولو مهم څيز کیږي.

ګناهونه هغه فساد ته په لیدو لوییږي چې پرې مرتبیږي او د بې ګناه خلکو ژوند اخیستل تر ټولو لوی فساد دی چې له کفر او په الله تعالی له شرک پرته بل لوی فساد ترې نشته.

التصنيفات

بل ژوند (د آخرت ژوند), قصاص