إعدادات العرض
سُبْحَانَ الله، مؤمن نه ناپاکه کېږي
سُبْحَانَ الله، مؤمن نه ناپاکه کېږي
له ابو هریره - رضي الله عنه - څخه روایت دی چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم ورسره د مدینې په یوه لار کې پداسې حال کې مخ شو چې دی د جنابت په حال کې و، نو پناه شو او ولاړ، غسل یې وکړ، رسول الله صلی الله علیه وسلم ولټاوه، نو کله چې ورته راغی ویې ویل: «ابوهریره چېرته وې؟» هغه وویل: اې د الله رسوله، ته راسره پداسې حال کې مخ شوې چې زه په جنابت کې وم، نو زړه مې ونه غوښتل درسره کښېنم تر څو مې نه وي لامبلي، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «سُبْحَانَ الله، مؤمن نه ناپاکه کېږي».
الترجمة
العربية বাংলা Bosanski English Español فارسی Français Indonesia Русский Tagalog Türkçe اردو 中文 हिन्दी Tiếng Việt සිංහල ئۇيغۇرچە Hausa Português Kurdî Kiswahili Magyar ქართული Română অসমীয়া ไทย मराठी ភាសាខ្មែរ دری አማርኛ ગુજરાતી Македонски Nederlands ਪੰਜਾਬੀ മലയാളം ಕನ್ನಡ తెలుగుالشرح
رسول الله صلی الله علیه وسلم د مدینې په یوه لاره کې له ابو هریره رضی الله عنه سره مخ شو، حال دا چې ابو هریره رضی الله عنه د جنابت په حال کې و، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ته یې د احترام په خاطر له هغه سره د جنابت په حال کې ناسته او خبرې کول ناسم وګڼل، پدې ګمان چې ناپاکه دی، نو په پټه ولاړ او غسل یې وکړ، بیا بېرته راغی او کښېناست، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ترې وپوښتل چې چېرته تللی وې؟ نو خبر یې کړ چې نه یې غوښتل د جنابت له امله د ناپاکۍ په حال کې ورسره کښېني، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم حیران شو او ورته یې وفرمایل: مؤمن پاک وي او هېڅکله نه ناپاکه کېږي؛ هغه که مړ وي او یا ژوندی.فوائد الحديث
د جنابت حالت یوازې لمونځ، قرآن کریم راخېستل او په جومات کې پاتې کېدل منع کوي او د مسلمانانو سره د ناستې یا لیدنې مانع نه ګرځي، او نه پرې جنب انسان ناپاکه کېږي.
په ژوندن او مړینه د مسلمان پاکوالی.
د فضیلت، پوهې او تقوا لرونکو خلکو درناوی او په غوره ډول ورسره ناسته ولاړه کول.
د پیرو لپاره له خپل مشر څخه د تګ د اجازې غوښتلو مشروعیت، ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم د ابو هریره دا کار خوښ نه کړ چې د هغه له پوهېدو پرته ترې لاړ، ځکه اجازه غوښتل د ښو اخلاقو نښه ده.
د حېرانتیا پر مهال د سبحان الله ویلو مشروعیت.
د مصلحت په خاطر د ځان په اړه داسې څرګندونې کول چې له ویلو یې خلک شرمېږي.
کافر ناپاک دی، خو د هغه ناپاکي معنوي ده، ځکه چې عقیده یې ناپاکه ده.
امام نووي رحمه الله وايي: دا حدیث موږ ته د ښو اخلاقو درس راکوي چې: که یو عالم خپل پیرو د داسې یو کار په کولو وګوري چې کېدی شي په غلطه وي، نو پوښتنه دې ترې وکړي، او سمه لار دې ورته وښیي، او حکم دې ورته بیان کړي، والله اعلم.
