إعدادات العرض
په جنازه کې بیړه وکړئ، ځکه که مړی صالح وي، نو غوره انسان دی چې تاسو یې لېږئ؛ او که له دې پرته بل ډول وي، نو یو بد بار دی چې له خپلو اوږو یې کوزوئ
په جنازه کې بیړه وکړئ، ځکه که مړی صالح وي، نو غوره انسان دی چې تاسو یې لېږئ؛ او که له دې پرته بل ډول وي، نو یو بد بار دی چې له خپلو اوږو یې کوزوئ
له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: " په جنازه کې بیړه وکړئ، ځکه که مړی صالح وي، نو غوره انسان دی چې تاسو یې لېږئ؛ او که له دې پرته بل ډول وي، نو یو بد بار دی چې له خپلو اوږو یې کوزوئ".
الترجمة
العربية বাংলা Bosanski English Español فارسی Français Indonesia Русский Tagalog Türkçe اردو 中文 हिन्दी ئۇيغۇرچە Hausa Português Kurdî Tiếng Việt Nederlands Kiswahili অসমীয়া ગુજરાતી සිංහල Magyar ქართული Română ไทย मराठी ភាសាខ្មែរ دری አማርኛ Македонски తెలుగు Українська ਪੰਜਾਬੀ മലയാളം Moore ಕನ್ನಡالشرح
رسول الله صلی الله علیه وسلم امر کړی چې جنازه دې ژر تر ژره چمتو شي، د جنازې لمونځ دې پرې وشي او مړی دې ژر ښخ شي، ځکه که مړی نېک انسان وي نو دی غوره انسان دی چې تاسو یې د قبر نعمتونو ته وړاندې کوئ او که له دې پرته بل څه وي، نو شر دی چې له خپلو اوږو یې کوزوئ.فوائد الحديث
ابن حجر ویلي: بيړه کول مستحب دي، خو دومره بیړه نه چې مړي ته زيان ورسوي، يا د جنازې لېږدونکي يا د جنازې سره مل خلکو ته سختي ورکړي.
دا بیړه هغه مهال کېږي چې ناڅاپي مړینه او یا د بې هوښۍوېره نه وي، له دې امله مړی باید تر هغه وخته ښخ نه شي چې مړینه یې تایید شوي نه وي، یا د کوم مصلحت لپاره وځنډېږي، لکه په جنازه کې د ګډون کوونکو شمېر زیاتېدل، یا یې د خپلوانو حاضرېدل خو پدې شرط چې د مړي د خرابېدو وېره نه وي.
که مړی نېکمرغه انسان وي نو د مصلحت په خاطر یې په جنازه بیړه کول، او که بدبخته وي نو په جنازه کې د ګډون کوونکو په خاطر یې باید له اوږو څخه سپک شي.
نووي ويلي: له دې څخه دا څرګندېږي چې سړی باید د بې کاره او بدکاره خلکو سره له ملګرتیا څخه ډډه وکړي.
التصنيفات
د جنازې پورته کول او خښول