رسول الله صلی الله علیه وسلم به اکثره دا ویل چې: «يَا مُقَلِّبَ القُلُوبِ ثَبِّتْ قَلْبِي عَلَى دِينِكَ»، «اې د زړونو اړوونکیه ذاته! زما زړه په خپل دین ثابت کړه

رسول الله صلی الله علیه وسلم به اکثره دا ویل چې: «يَا مُقَلِّبَ القُلُوبِ ثَبِّتْ قَلْبِي عَلَى دِينِكَ»، «اې د زړونو اړوونکیه ذاته! زما زړه په خپل دین ثابت کړه

له انس رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم به اکثره دا ویل چې: «يَا مُقَلِّبَ القُلُوبِ ثَبِّتْ قَلْبِي عَلَى دِينِكَ»، «اې د زړونو اړوونکیه ذاته! زما زړه په خپل دین ثابت کړه»، نو ما وویل: اې د الله رسوله! موږ پر تا ایمان راوړی او پر هغه څه چې ته پرې راغلی یې نو آیا ته پر موږ وېرېږې؟ هغه وویل: «نَعَمْ، إِنَّ القُلُوبَ بَيْنَ أُصْبُعَيْنِ مِنْ أَصَابِعِ اللهِ يُقَلِّبُهَا كَيْفَ يَشَاءُ»، «هو، یقینا چې زړونه د الله تعالی له ګوتو څخه په دوو ګوتو کې دي، هر ډول یې چې وغواړي همغسې یې اړوي».

[صحيح لغيره] [ترمذی روایت کړی دی]

الشرح

د رسول الله صلى الله عليه وسلم زياتره دعاګانې له الله تعالی څخه په دين او اطاعت د استقامت او له انحراف او ګمراهۍ څخه د ځان ساتلو غوښتنه وه. نو انس بن مالک رضي الله عنه په دې خبره حیران شو چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ولې دا دعا دومره زیاته کوي، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل چې زړونه د الله تعالی له ګوتو څخه دوو ګوتو تر منځه دي، او هر ډول چې وغواړي هغسې یې اړوي، نو زړه چې دی د ایمان او کفر ځای دی او زړه د زیاتو تغیراتو له امله قلب بلل شوی دی؛ ځکه چې دا په اوړیدلو راوړیدلو کې له کټوۍ (دیګ) نه هم زیات سخت دی کله چې په خوټکېدلو راشي، نو چاته چې الله وغواړي زړه یې په هدایت سره ټېنګ او په دین سره ثابت کړي، او چاته چې الله وغواړي نو زړه یې له هدایت څخه بې لاریتوب او ګمراهۍ ته واړوي.

فوائد الحديث

خپل رب ته د رسول الله صلى الله عليه وسلم غاړه اېښودل او عاجزي، او امت ته لارښوونه چې په دې اړه (له الله څخه) سوال وکړي.

په دین د استقامت او ثابت قدمۍ اهمیت او دا چې اعتبار خاتمې (پای) ته ورکول کیږي.

بنده د الله تعالی له مرستې پرته د سترګو د رپ په اندازه هم ثابت قدم نه شي پاتې کېدلی.

د رسول الله صلی الله علیه وسلم پسې د پیروۍ له مخې د دې دعا زیات لوستلو ته هڅول.

په اسلام ټېنګ پاتې کېدل لوی نعمت دی چې بنده ورپسې باید زیار وباسي او د خپل بادار شکر پرې وباسي.

التصنيفات

نبوي دعاګانې, د زړونو عملونه