اې د الله رسوله! که یو څوک راشي او زما مال اخیستل وغواړي؟

اې د الله رسوله! که یو څوک راشي او زما مال اخیستل وغواړي؟

له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې: یو سړی رسول الله ﷺ ته راغی او ویې ویل: اې د الله رسوله! که یو څوک راشي او زما مال اخیستل وغواړي؟ هغه وفرمایل: «خپل مال مه ورکوه»، ویې ویل: که له ما سره وجنګېږي؟ ویې فرمایل: «له هغه سره وجنګېږه»، هغه وویل: که ما ووژني؟ ویې فرمایل: «نو ته شهید یې»، هغه وویل: که زه هغه ووژنم؟ ویې فرمایل: «هغه به په اور کې وي».

[صحيح دی] [مسلم روايت کړی دی]

الشرح

یو سړی رسول الله ﷺ ته راغی او ویې ویل: ای د الله رسوله ! که یو سړی راشي او زما مال اخیستل وغواړي؟ هغه وفرمایل: نو ته اړ نه یې چې ورته تسلیم شې او خپل مال دې ورکړې، هغه وویل: که هغه له ما سره جګړه وکړي؟ هغه وفرمایل: تا ته روا ده چې ورسره وجنګېږې، ویې ویل: خبر راکړه، که هغه ما ووژني؟ هغه وفرمایل: نو ته شهید یې، هغه وویل: که زه هغه ووژنم؟ هغه وفرمایل: هغه مستحق دی چې په قیامت کې په اور سره عذاب ورکړل شي .

فوائد الحديث

نووي وایي: له حریم څخه دفاع کول له خلاف پرته واجب دي، خو له ځان څخه په دفاع کې په وژنه کې علماء زموږ په مذهب او د نورو په مذهب کې اختلاف لري، او له مال څخه دفاع کول روا دي خو واجب ندي.

حدیث پر دې دلیل دی چې علم د عمل نه مخکې دی، ځکه چې دې صحابي له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه پوښتنه وکړه چې څه پرې واجب دي مخکې له دې چې عمل وکړي.

د چا د غوښتنې د ردولو لپاره باید لومړی په نصیحت یا مرسته غوښتلو کې تدریجي چلند وشي مخکې له دې چې پر وړاندې یې جګړه وشي، که په جګړه یې ورسره پیل وکړ، نو موخه باید یوازې مخنیوی وي، نه وژنه.

د مسلمان ژوند، مال او عزت حرام دي.

نووي وایي: پوه شه چې شهید په درې ډوله دی: لومړی هغه دی چې د کافرو په جګړه کې د جګړې له اسبابو څخه د یو سبب له امله وژل شوی وي؛ نو دې ته د آخرت په ثواب او د دنیا په احکامو کې شهید ویل کېږي، نه غسل ورکول کېږي او نه پرې لمونځ کېږي، دویم هغه دی، چې یوازې په ثواب کې شهید دی، نه په دنیوي احکامو کې؛ لکه هغه څوک چې د ګېډې د ناروغۍ له امله مړ شي او یا په طاعون وبا مړ شوی وي او هغه چې ودانۍ پرې راپرېوتې وي او هغه څوک چې له خپل مال څخه د دفاع په حال کې وژل شوی وي او داسې نور چې په صحیح حدیثونو کې ورته شهید ویل شوی، نو ده ته غسل ورکول کېږي او د جنازې لمونځ پرې کېږي، او په آخرت کې د شهیدانو ثواب لري، خو شرط نه دی چې د لومړي کس په څېر ثواب دې ولري، او دریم هغه څوک دی چې په غنیمت او داسې نورو چارو کې یې خیانت کړی وي او بیا د کفارو په وړاندې په جګړه کې ووژل شي، نو پدې اړه د اختلاف د شتون آثار راغلي، نو حکم یې په دنیا کې د شهید دی؛ چې نه غسل ورکول کېږي او نه پرې لمونځ کېږي خو په اخرت کې ورته بشپړ ثواب نه ورکول کېږي.

التصنيفات

د شریعت موخې (مقصدونه), د ګناهونو بدي