إعدادات العرض
ډېر ځله ببر سړی او خړپړ چې خلک يې پر خپلو دروازو کې هم نه پرېږدي، که په الله قسم وکړي، نو الله به يې بري کړي
ډېر ځله ببر سړی او خړپړ چې خلک يې پر خپلو دروازو کې هم نه پرېږدي، که په الله قسم وکړي، نو الله به يې بري کړي
له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله ﷺ فرمایلي: «ډېر ځله ببر سړی او خړپړ چې خلک يې پر خپلو دروازو کې هم نه پرېږدي، که په الله قسم وکړي، نو الله به يې بري کړي».
[صحيح دی] [مسلم روايت کړی دی]
الترجمة
العربية বাংলা Bosanski English Español فارسی Français Indonesia Русский Tagalog Türkçe اردو 中文 हिन्दी Tiếng Việt සිංහල ئۇيغۇرچە Hausa Kurdî தமிழ் Nederlands Kiswahili অসমীয়া ગુજરાતી Magyar ქართული Română ไทย Português मराठी ភាសាខ្មែរ دری አማርኛ Македонски తెలుగు Українська ਪੰਜਾਬੀ മലയാളം Moore ಕನ್ನಡالشرح
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي چې داسې خلک شته چې د خړوپړو وېښتانو له امله چې نه یې غوړوي او نه یې ډېر وینځي، د خلکو په منځ کې هېڅ ارزښت نلري او له خپلو دروازو یې شړي او سپکاوی یې کوي، مګر، که دوی په یو څه قسم وکړي چې پېښ به شي، نو الله تعالی به یې د دوی د درناوي په موخه پېښ کړي او د دوی سوال به قبول کړي، او پرې به نږدي چې دوی د قسم ماتېدو له امله حانث شي، دا ځکه چې دوی د الله تعالی پر وړاندې فضیلت او مرتبه لري.فوائد الحديث
الله تعالی د بنده ظاهري بڼې ته نه ګوري، بلکې زړونو او عملونو ته ګوري.
انسان باید د خپل بدن او جامو په پرتله خپل عمل او د زړه پاکوالي ته ډېره پاملرنه وکړي.
د الله تعالی په وړاندې عاجزي او هغه ته تسلیمېدل د دعا د قبلېدو لاملونه دي، او له همدې امله الله تعالی د پټو پرهېزګارانو خلکو قسم پر ځای کوي.
پېغمبر صلی الله علیه وسلم لره د خلکو د روزنې بیان؛ چې خلک یو بل سپک ونه ګڼي.
التصنيفات
د نیکو عملونو فضیلونه