آیا تاسو د خوراک او څښاک په برخه کې هر څه نه لرئ؟ ما ستاسو نبي ﷺ لیدلی و چې دومره ناکاره خرما به یې هم نه موندلې چې خپل نس پرې موړ کړي

آیا تاسو د خوراک او څښاک په برخه کې هر څه نه لرئ؟ ما ستاسو نبي ﷺ لیدلی و چې دومره ناکاره خرما به یې هم نه موندلې چې خپل نس پرې موړ کړي

له نعمان بن بشیر رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې: آیا تاسو د خوراک او څښاک په برخه کې هر څه نه لرئ؟ ما ستاسو نبي ﷺ لیدلی و چې دومره ناکاره خرما به یې هم نه موندلې چې خپل نس پرې موړ کړي.

[صحيح دی] [مسلم روايت کړی دی]

الشرح

نعمان بن بشیر رضي الله عنه خلکو ته د خوراک او څښاک د هغو نعمتونو یادونه کوي چې دوی پکې دي، او دا چې هر څومره وغواړي نو خوړلی یې شي، بیا یې د رسول ﷺ حالت بیان کړ چې هغه د بې کاره خرماوو لږ څه هم نه درلودل چې خپله وږې خېټه پرې مړه کړي.

فوائد الحديث

د نبي علیه الصلاة والسلام د زهد حالت بیانول.

په دنیا کې کمښت او زهد ته هڅونه او د نبيﷺ په تګلاره عمل کول.

خلکو ته د نعمتونو یادونه او د الله شکر کولو ته هڅوونه.

التصنيفات

دنیا سره د محبت کولو بدي