إعدادات العرض
مَلْعُون مَنْ أتَى امرأتَه في دُبُرِها». "پر هغه چا لعنت ویل شوی چې خپلې مېرمنې ته د شا له خوا (په دبر) کې ورځي
مَلْعُون مَنْ أتَى امرأتَه في دُبُرِها». "پر هغه چا لعنت ویل شوی چې خپلې مېرمنې ته د شا له خوا (په دبر) کې ورځي
له ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «مَلْعُون مَنْ أتَى امرأتَه في دُبُرِها». "پر هغه چا لعنت ویل شوی چې خپلې مېرمنې ته د شا له خوا (په دبر) کې ورځي".
[حسن]
الترجمة
العربية Bosanski English فارسی Français Bahasa Indonesia Русский Türkçe اردو हिन्दी 中文 ئۇيغۇرچە Kurdî Português Nederlands অসমীয়া Tiếng Việt ગુજરાતી Kiswahili አማርኛ සිංහල Hausa ไทย Tagalog മലയാളംالشرح
رسول الله صلی الله علیه وسلم مېړه ته د خپلې مېرمنې سره د شا لخوا د یو ځای کېدو په اړه خبرداری ورکړی؛ چې لعنت پرې ویل شوی او د الله له رحمت څخه شړل شوی دی، او دا له کبیره ګناهونه څخه یوه ده.فوائد الحديث
د شاه لخوا (په دبر کې) ښځو ته د نږدې کېدو حراموالی.
له دبر پرته د ښځې له نور ټول بدن څخه خوند اخیستل جایز دي.
مسلمان ښځې ته د مخې لخوا ورځي، لکه څنګه چې الله تعالی ورته امر کړی دی؛ او د شا لخوا په ورتګ سره فطرت افساد، او نسل ضایع کیږي، او پدې کې د سالم فطرت مخالفت دی او ښځې او خاوند ته ستر ضررونه رامنځته کېږي.
التصنيفات
د نکاح اداب