رُفِعَ الْقَلَمُ عن ثلاثة: عن النائم حتى يَسْتَيْقِظَ، وعن الصبي حتى يَحْتَلِمَ، وعن المجنون حتى يَعْقِلَ».…

رُفِعَ الْقَلَمُ عن ثلاثة: عن النائم حتى يَسْتَيْقِظَ، وعن الصبي حتى يَحْتَلِمَ، وعن المجنون حتى يَعْقِلَ». "له درې ډوله خلکو څخه قلم پورته شوی دی: له ویده څخه تر هغه پورې چې راویښ شي، له کوچني څخه تر هغه پورې چې زلمی (بالغ) شي او له لیوني څخه تر هغه پورې چې په هوش راشي

له علي رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «رُفِعَ الْقَلَمُ عن ثلاثة: عن النائم حتى يَسْتَيْقِظَ، وعن الصبي حتى يَحْتَلِمَ، وعن المجنون حتى يَعْقِلَ». "له درې ډوله خلکو څخه قلم پورته شوی دی: له ویده څخه تر هغه پورې چې راویښ شي، له کوچني څخه تر هغه پورې چې زلمی (بالغ) شي او له لیوني څخه تر هغه پورې چې په هوش راشي".

[صحيح] [ابن ماجه روايت کړی دی - ترمذی روایت کړی دی - ابوداود روايت کړی دی - احمد روايت کړی دی]

الشرح

رسول الله صلى الله عليه وسلم خبر ورکوي چې له دغو درې ډوله خلکو پرته نور ټول بني آدم مکلف دي: یو کوچنی ماشوم تر هغه وخته پورې چې لوی شي او بالغ شي. او له لیوني څخه؛ هغه چې عقل یې له لاسه ورکړی وي، تر دې چې عقل یې بېرته ورته راوګرځي. او له ویده څخه تر دې چې راویښ شي. نو دوی مکلف نه دي، او ګناه ورته نه لیکل کېږي، خو د کوچني لپاره یې ښېګڼه لیکل کیږي، نه د لیوني یا ویده سړي لپاره؛ ځکه چې دوی د هغه چا په څېر نه دي چې د عبادت کولو جوګه وي، ځکه چې (پدې حالت کې) دوی شعور نه لري.

فوائد الحديث

انسان خو یا په خوب سره اهلیت له لاسه ورکوي، چې خوب یې د راویښېدو مانع ګرځي تر څو خپل مکلفیت ادا کړي او یا ماشومتوب او کوچنیوالی چې په دې حالت کې دی اهلیت نه لري، او یا د لیونتوب له امله، چې رواني چارې ورسره ګډوډیږي، او یا د ده په څېر نور (حالات) لکه: نشه، نو چا چې تمیز له لاسه ورکړ او سم تصور یې نه شو کولای، د دې دریو اسبابو له امله ترې مکلفیت لرې کېږي؛ نو الله تعالی ترې په خپل عدل، بردبارۍ او سخاوت سره مکلفیت پورته کړی او په عمل یې نه نیسي که چېرته تېری وکړي او یا د الله تعالی په حق کې نیمګړتیا وکړي.

د دوی د ګناهونو نه لیکل کېدل، د دوی نه ځيني دنيوي حکمونه نه نفی کوي؛ لکه: لیونی که چېرته قتل وکړي، نو قصاص او کفاره پرې نشته، خو کورنۍ به يې ديت ورکوي.

زلمیتوب (بلوغ) درې نښې لري: د منیو وتل، که په خوب کې وي یا بل ډول، د شرمګاه شاوخوا وېښتان راشنه کېدل او یا د پنځلس کلنۍ عمر پوره کول او د ښځې څلورمه اضافي نښه حیض دی.

سبکي فرمایلي: صبي: ماشوم ته ویل کیږي، او نورو ویلي: انسان چې کله د مور په ګېډه کې وي نو جنین ورته ویل کیږي، کله چې وزیږیږي بیا ورته ماشوم ویل کیږي، کله چې د تي نه بیل شي نو تر اووه کلنۍ پورې هلکی وي تر دې چې لس کلنۍ ته ورسیږي او پنځلس کلنۍ ته په رسېدو تندرست شي، او سیوطي وایي چې صحي خبر داده چې په دې ټولو پړاوونو کې ورته صبي یعنی کوچنی ویل کیږي.

التصنيفات

د لمانځه شرطونه