آیا پوهېږئ چې مفلس څوک دی؟

آیا پوهېږئ چې مفلس څوک دی؟

له ابو هریره رضی الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: آیا پوهېږئ چې مفلس څوک دی؟»هغوی وویل: په موږ کې مفلس هغه څوک دی چې درهم او توښه ونه لري، نو هغه وفرمایل: «إِنَّ الْمُفْلِسَ مِنْ أُمَّتِي يَأْتِي يَوْمَ الْقِيَامَةِ بِصَلَاةٍ وَصِيَامٍ وَزَكَاةٍ، وَيَأْتِي قَدْ شَتَمَ هَذَا، وَقَذَفَ هَذَا، وَأَكَلَ مَالَ هَذَا، وَسَفَكَ دَمَ هَذَا، وَضَرَبَ هَذَا، فَيُعْطَى هَذَا مِنْ حَسَنَاتِهِ، وَهَذَا مِنْ حَسَنَاتِهِ، فَإِنْ فَنِيَتْ حَسَنَاتُهُ قَبْلَ أَنْ يُقْضَى مَا عَلَيْهِ أُخِذَ مِنْ خَطَايَاهُمْ فَطُرِحَتْ عَلَيْهِ، ثُمَّ طُرِحَ فِي النَّارِ»، «یقینا چې زما په امت کې مفلس هغه څوک دی چې د قیامت په ورځ د لمانځه، روژې او زکات سره راشي، (خو) په داسې حال کې به راشي چې دې ته کنځل کړي، پر ده یې تور (تهمت) پوری کړی، د ده یې مال خوړلی، د ده وینه یې توی کړې او دا یې وهلی؛ نو ده ته به یې له نیکۍ ورکړل شي او دې ته به یې هم له نیکۍ ورکړل شي، نو که چېرته یې نیکۍ مخکې لدې خلاصې شي چې د خلکو حقونه ادا کړي، د خلکو ګناهونه به راواخېستل شي او پر ده به ورواچول شي، او بیا به په اور کې وغورځول شي.

[صحيح] [مسلم روايت کړی دی]

الشرح

رسول الله صلى الله عليه وسلم له خپلو اصحابو څخه وپوښتل: آيا پوهېږئ چې مفلس څوک دى؟ هغوی وويل: په موږ کې مفلس هغه څوک دی چې پيسې او توښه ونه لري، هغه وفرمايل: زما له امت څخه د قيامت په ورځ مفلس هغه څوک دی چې د نیکو عملونو لکه لمانځه، روژې او زکات سره راشي، نو (په داسې حال کې به راشي چې) یو ته به یې کنځل کړي وي، او پر بل به یې په ناموس کې تور پورې کړی وي، او د بل مال به یې خوړلی او پرې منکر شوی به وي، او د بل وینه به یې توی کړي وي او ظلم به یې ورسره کړی وي، او بل به یې وهلی او سپک کړی وي، نو مظلوم ته به یې له نیکیو څخه ورکړل شي، که چېرته یې نیکۍ مخکې له دې خلاصې شوې چې د نورو حقونه او ظلمونه پرې خلاص کړي، د مظلوم له ګناهونو به راواخېستل شي او د ظالم په عملنامو کې به وګرځول شي، بیا به په اور کې وغورځول شي، ځکه چې هېڅ نیکۍ به ورته پاتې نه وي.

فوائد الحديث

په حرامو کې د لوېدلو پر وړاندې خبرداری، په ځانګړې توګه په هغه څه کې چې د بنده ګانو مادي او معنوي حقونو پورې تړاو لري.

د مخلوق حقونه په خپلو کې د اختلاف پر بنسټ دي او د خالق حقونه له شرک پرته د بخښنې پر بنسټ دي.

د خبرو اترو د داسې طریقې کارول چې اورېدونکی وهڅوي، پام یې را واړوي، په ځانګړې توګه په روزنه او لارښوونه کې.

د ریښتیني مفلس د معنا بیانول، او دا چې ریښتینی مفلس هغه څوک دی چې د قیامت په ورځ یې قرضداران ټول نیک عملونه واخلي.

په آخرت کې کېدی شي قصاص په ټولو نیکیو کې واخیستل شي، تر دې چې هېڅ ترې پاتې نه شي.

د مخلوق سره د الله تعالی معامله د عدالت او حق پر بنسټ ده.

التصنيفات

بل ژوند, ناوړه أخلاق