إعدادات العرض
سپين جامې واغوندئ، ځکه چې هغه ستاسو له غوره جامو څخه دي، او خپل مړي په کې کفن کړئ
سپين جامې واغوندئ، ځکه چې هغه ستاسو له غوره جامو څخه دي، او خپل مړي په کې کفن کړئ
د ابن عباس رضی الله عنهما څخه روایت دی وایي چې رسول صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «سپين جامې واغوندئ، ځکه چې هغه ستاسو له غوره جامو څخه دي، او خپل مړي په کې کفن کړئ».
[صحيح دی] [ابو داود، الترمذي او ابن ماجه روایت کړی دی]
الترجمة
العربية Tiếng Việt Indonesia Nederlands Kiswahili অসমীয়া English ગુજરાતી සිංහල Magyar ქართული Hausa Română ไทย Português मराठी ភាសាខ្មែរ دری አማርኛ বাংলা Kurdî Македонски Tagalog తెలుగు Українська ਪੰਜਾਬੀ മലയാളം Moore ಕನ್ನಡ Türkçeالشرح
رسول الله صلی الله علیه وسلم نارینه وو ته لارښوونه کوي چې سپینې جامې واغوندي او مړي په کې کفن کړي، ځکه چې دا له غوره جامو څخه دي.فوائد الحديث
د سپینو جامو اغوستلو مستحب والی، خو نور رنګونه هم جواز لري.
مړو ته د سپین کفن ورکولو استحباب.
شوکاني ویلي: دا حدیث د سپینو جامو اغوستلو او مړو ته د کفن ورکولو پر جواز دلیل دی، ځکه چې سپین رنګ د نورو په پرتله پاک او ښایسته دی، ځکه سپېنوالی خو یې ښکاره دی او پاکوالی یې پدې کې دی چې که کوچنی شی پرې ولویږي نو ښکاره کیږي.
التصنيفات
د جامو ادبونه