إعدادات العرض
خبردار اوسئ! شراب حرام شول
خبردار اوسئ! شراب حرام شول
له انس رضی الله عنه څخه روایت دی وایي: زه د ابو طلحه په کور کې ساقي وم، په هغه ورځ د خلکو شراب "فضیخ" و -له خرما جوړ شوي شراب- نو رسول الله ﷺ اعلانوونکي ته امر وکړي چې خلکو ته اعلان وکړي چې : خبردار اوسئ! شراب حرام شول، انس وایي: ابوطلحه راته وویل: وځه، دا شراب توی کړه. نو زه ووتلم او شراب مې توی کړل، تر دې چې د مدینې په کوڅو کې وبهېدل، ځینو خلکو وویل: " ځینې خلک چې مړه شوي او شراب یې په نسونو کې و (یعنې د هغوی به څه کیږي) نو الله تعالی دا آیت نازل کړ: {لَيْسَ عَلَى الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ جُنَاحٌ فِيمَا طَعِمُوا}(المائدة: 93 آیت) یعني: پر هغو کسانو چې ایمان یې راوړی او نیک کارونه یې کړي په پخواني خوراک او څښاک کومه ګناه نشته...)
الترجمة
العربية Tiếng Việt অসমীয়া Nederlands Bahasa Indonesia Kiswahili Hausa සිංහල English ગુજરાતી Magyar ქართული Română Русский Português ไทย తెలుగు मराठी دری Türkçe አማርኛ বাংলা Kurdî Malagasy Македонски Tagalog ភាសាខ្មែរ Українська ਪੰਜਾਬੀ Wolofالشرح
انس بن مالک رضي الله عنه خبر ورکو] چې دی د هغو کسانو د سقاېې (اوبه ورکولو) په کار کې بوخت و، چې د ده د مور د خاوند ابوطلحه رضي الله عنه په کور کې وو، او هغه مهال د دوی شراب «فضیخ» وو، چې د پخو او نیمه پخو خرماوو ګډ شراب دي، ناڅاپه د رسول الله صلی الله علیه وسلم اعلانوونکي اعلان وکړ چې: «خبردار! شراب حرام شول» وایي ابو طلحه راته وویل: «وځه، دا شراب توی کړه او چپه یې کړه» نو زه ووتلم، شراب مې توی کړل او چپه مې کړل، نو شراب د مدینې په کوڅو کې روان شول. ځینو خلکو وویل: «ځینې صحابه د شرابو له تحریم نه مخکې وژل شوي او حال دا چې شراب یې په ګېډو کې و» (یعنې د هغوی حکم به څه وي؟) نو الله تعالی دا آیت نازل کړ: پر هغو کسانو چې ایمان یې راوړی او نیک کارونه یې کړي په هغه څه کومه ګناه نشته چې پخوا یې خوړلي او یا څښلي دي. [المائدة: 93 آیت] یعنې: پر هغو کسانو چې ایمان یې راوړی او نېک عملونه یې کړي، ګناه نشته په هغه څه کې چې دوی( له حرمت نه مخکې) خوړلي او یا څښلي دي.فوائد الحديث
د ابوطلحه او نورو صحابه کرامو رضي الله عنهم فضیلت چې: کله چې رسول الله ﷺ د شرابو د حرمت اعلان وکړ نو سم د لاسه یې د الله تعالی د امر اطاعت وکړ، او ریښتیني مسلمان سره همداسې ښایي.
خمر: د هر هغه څه لپاره عمومي نوم دی چې مستي راولي.
الفضیخ: هغه ډول شراب دی چې له بُسر (نیمه پخې او پوره پخې خرماوو څخه جوړېږي، بې له دې چې اور ته واچول شي یا پخې شي، بسر هغه خرماوو ته وایي چې لا پوره پخې شوې نه وي.
ابن حجر وایي چې مهلب ویلي: شراب لدې امله په کوڅو کې توی کړای شول ، تر څو د خلکو لپاره د دې اعلان شي چې شراب منع شوي او دا پرېښودل ښکاره شي، دا کار د مصلحت له مخې ښه و، که څه هم د کوڅو د ککړېدو زیان پکې و.
په خپلو بندګانو د الله تعالی د رحمت بیان، چې هغه له چا سره تر هغه پورې د عمل محاسبه نه کوي چې حکم یې نه وي نازل کړی.
الله عزوجل شراب حرام کړي دي، ځکه چې ډېر داسې فسادونه پکې دي چې عقل، مال، او دین ته زیان رسوي. انسان د شرابو له امله ډېر ګناهونه کوي، ځکه چې عقل یې له منځه تللي وي.
