هر هغه څه چې زیاته اندازه یې نشه راولي، نو لږه اندازه یې هم حرام دی

هر هغه څه چې زیاته اندازه یې نشه راولي، نو لږه اندازه یې هم حرام دی

له جابر بن عبد الله رضي الله عنهما څخه روایت دی وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: "هر هغه څه چې زیاته اندازه یې نشه راولي، نو لږه اندازه یې هم حرام دی".

[حسن] [ابو داود، الترمذي، ابن ماجه او احمد روایت کړی دی]

الشرح

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي چې هر هغه څښاک او یا خوراک چې کله ډېر وڅښل شي نو عقل له منځه وړي، نو د لږې اندازې خوړل یا څښل یې هم حرام دي، که څه هم عقل له منځه نه وړي (انسان نه نشه کوي).

فوائد الحديث

شریعت د انسانانو د عقلونو ساتنه کوي.

(سد الذرائع) ته د اعتبار ورکولو صحت، د هر هغه څه بندولو سره چې دې بدیو ته لار هواروي.

د نشه یي توکو د لږې اندازې حراموالی؛ ځکه چې نشې ته لار هواروي.

که چېرته یې لږه او زیاته اندازه نشه نه راولي، نو حرام نه دي.

التصنيفات

حرام څښاکونه