إعدادات العرض
له کوچنیو ګناهونو ځان وساتئ
له کوچنیو ګناهونو ځان وساتئ
دسهل بن سعد رضی الله عنه څخه روایت دی وایې: چې رسول الله ﷺ فرمایلي: «له کوچنیو ګناهونو ځان وساتئ، ځکه د کوچنیو ګناهونو مثال د هغو خلکو په شان دی چې یوې درې ته ښکته شي، نو یو تن یو لرګی راوړي، بل تن بل لرګی راوړي، تر دې چې ټول سره جمع شي او خپله ډوډۍ پخه کړي، همداسې دا کوچني ګناهونه هم دي، که څوک پرې ونیول شي، نو هلاک به یې کړي».
الترجمة
العربية Tiếng Việt অসমীয়া Nederlands Bahasa Indonesia Kiswahili Hausa සිංහල English ગુજરાતી Magyar ქართული Română Русский Português ไทย తెలుగు मराठी دری Türkçe አማርኛ বাংলা Kurdî Malagasy Македонски Tagalog ភាសាខ្មែរ Українська ਪੰਜਾਬੀ Moore Wolofالشرح
نبي کریم ﷺ خلکو ته خبرداری ورکړی چې د کوچنیو ګناهونو په کولو کې بې پروايي ونه کړي، ځکه که دا ګناهونه زیات شي، نو په مجموع کې انسان ته د هلاکت سبب ګرځي، هغه ﷺ د دې لپاره یو مثال بیان کړ: لکه هغه قوم چې یوې درې ته ښکته شي، نو هر یو تن یو کوچنی لرګی راوړي، تر دې چې ټول سره لرګي راجمع کړي او خپله ډوډۍ پرې پخه کړي، همداسې دا کوچني ګناهونه هم دي، که انسان پرې ونیول شي، او توبه ترې ونه کړي، یا ورته الله بخښنه ونه کړي، نو دا ګناهونه به یې هلاک کړي.فوائد الحديث
رسول الله ﷺ به د ښې پوهې او مطلب واضحه کولو لپاره مثالونه بیانول.
له کوچنیو ګناهونو څخه خبرداری ورکول، او ژر تر ژره کفارې ته یې هڅوونه.
سپک یا واړه ګناهونه) څو معناوې لري:
لومړۍ معنا: هغه ګناهونه چې بنده یې ترسره کوي، په دې ګمان چې دا کوچني دي، خو د الله تعالی په نزد دا لویې ګناهونه دي، دویمه معنا: هغه کوچني ګناهونه چې بنده یې په بېپروايي سره کوي، توبه ترې نه باسي او پام ورته نه کوي، نو دا ګناهونه سره جمع کېږي، تر دې چې د انسان د هلاکت سبب وګرځي، درېیمه معنا:
هغه کوچني ګناهونه چې بنده یې سپک ګڼي او ترې بېپروا وي، نو دا بېپروايي سبب شي چې انسان په لویو ګناهونو کې ولوېږي.
التصنيفات
د ګناهونو بدي