قسم په الله، ایمان نه لري، قسم په الله، ایمان نه لري، قسم په الله، ایمان نه لري» پوښتنه وشوه: څوک، اې د الله رسوله؟ ویې فرمایل: «هغه څوک چې ګاونډی یې له ضررونو څخه په…

قسم په الله، ایمان نه لري، قسم په الله، ایمان نه لري، قسم په الله، ایمان نه لري» پوښتنه وشوه: څوک، اې د الله رسوله؟ ویې فرمایل: «هغه څوک چې ګاونډی یې له ضررونو څخه په امن کې نه وي

له ابوشریح رضي الله عنه څخه روایت دی، چې نبي ﷺ فرمایلي: قسم په الله، ایمان نه لري، قسم په الله، ایمان نه لري، قسم په الله، ایمان نه لري» پوښتنه وشوه: څوک، اې د الله رسوله؟ ویې فرمایل: «هغه څوک چې ګاونډی یې له ضررونو څخه په امن کې نه وي».

[صحيح] [بخاري روايت کړی دی]

الشرح

نبي ﷺ قسم وکړ او درې ځل یې قسم تأکید کړ، ویې فرمایل: قسم په الله، ایمان نه لري؛ قسم په الله، ایمان نه لري؛ قسم په الله، ایمان نه لري. صحابه وو وپوښتل: اې د الله رسوله، څوک ایمان نه لري؟ ویې فرمایل: هغه څوک چې ګاونډی یې د هغه له خیانت، ظلم او شر څخه وېرېږي.

فوائد الحديث

له هغه چا څخه د ایمان نفی چې ګاونډی یې د ظلم او شر څخه په امن کي نه وي، دا د دې ښکارندويي کوي چې دا عمل له کبیره ګناهونو څخه دی، او ددې عمل پلي کونوونکی ایمان نیمګړی دی.

ګاونډي سره په نیکۍ کولو ټینګار او په وینا یا عمل سره ازارول پرېښودل.

التصنيفات

سوله او د ګاونډ حکمونه