د هغو خلکو کورونو ته مه ننوځئ چې پر ځانونو یې ظلم کړی دی، مګر د ژړا په حال کې

د هغو خلکو کورونو ته مه ننوځئ چې پر ځانونو یې ظلم کړی دی، مګر د ژړا په حال کې

له عبدالله بن عمر رضی الله عنهما څخه روایت دی وایي چې: موږ د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره د الْحِجْر سېمې تر څنګ تېر شو، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم موږ ته وفرمایل: "د هغو خلکو کورونو ته مه ننوځئ چې پر ځانونو یې ظلم کړی دی، مګر د ژړا په حال کې؛ که نه نو تاسو به هم د دوی په څېر برخلیک سره مخ شئ" بیا یې خپله (سپرلۍ) چټکه کړه، تر دې چې له سیمې تېر شو.

[صحيح دی] [متفق علیه دی]

الشرح

کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د ثمودیانو پر کورونو تېرېده نو د هغو خلکو کورونو ته یې له ننوتلو یا ورتګ څخه منع وکړه چې پر ځان یې ظلم کړی و، مګر دا چې داخلېدونکی کس هلته وژاړي او له هغوی څخه عبرت واخلي؛ له دې وېرې چې هسې نه هغه څه ور وروسېږي چې هغوی ته رسیدلي و، بیا یې خپلې سپرلۍ باندې چغه کړه، نو هغه تېزه شوه، تر دې چې له هغه ځایه تېر شو.

فوائد الحديث

د هغو کسانو په حالاتو غور کول چې الله تعالی هلاک کړي دي، او له هغه څه نه ځان ساتل چې هغوی په کې واقع شوي دي؛ او د آیتونو په غور کولو کې له غفلت څخه د ځان ساتل.

د دې تعذیب شویو خلکو کورونه به له هغوی وروسته بیا آباد نه شي او نه به استوګن ځای وګرځي؛ ځکه چې اوسېدونکی یې په دوامداره توګه ژړلی نشي، او پرته له دې حالته (ژړا کولو) هلته ننوتل منع شوي دي.

نووي ویلي: په حدیث کې پدې ټینګار شوی چې د ظالمانو له ځمکو او د عذاب شوو ځایونو څخه د تېرېدو پر مهال باید انسان د پاملرنې په حال کې تېر شي لکه: وادي محسر؛ ځکه چې د فیل د پېښې خاوندان هملته هلاک شوي دي، نو تېرېدونکي ته په کار دي چې دې ته ورته ځایونو کې پاملرونکی اوسي او په وېره، ژړا او له هغوی څخه پند اخېستلو په حالت کې تېر شي، او په الله تعالی د هغوی له حال څخه پناه وغواړي.

ممانعت او څارنه د ثمود د قوم استوګن ځایونو او نورو هغو امتونو ته شاملېږي چې د دوی په برخلیک اخته شوي او عذاب شوي وي.

د سیاحت، تفریح ​​او داسې نورو چارو لپاره د دې ځایونو له کارولو څخه ممانعت.

التصنيفات

د سفر حکمونه او ادبونه