إعدادات العرض
ماته په اسلام کې داسې یوه وینا وښایه چې له تا پرته له بل چا څخه پوښتنه ونکړم، هغه وفرمایل: ووایه چې په الله مې ایمان راوړی، بیا پرې ټینګ پاتې شه
ماته په اسلام کې داسې یوه وینا وښایه چې له تا پرته له بل چا څخه پوښتنه ونکړم، هغه وفرمایل: ووایه چې په الله مې ایمان راوړی، بیا پرې ټینګ پاتې شه
د ابی عمرو ـ او ویل شوي چې: له ابی عمرة ـ سفیان بن عبدالله رضي الله عنه څخه روایت دی، وايي چې: ما وویل: اې د الله جل جلاله رسوله، ماته په اسلام کې داسې یوه وینا وښایه چې له تا پرته له بل چا څخه پوښتنه ونکړم، هغه وفرمایل: ووایه چې په الله مې ایمان راوړی، بیا پرې ټینګ پاتې شه».
الترجمة
العربية Español አማርኛ English اردو Indonesia ئۇيغۇرچە বাংলা Français Türkçe Русский Bosanski සිංහල हिन्दी 中文 فارسی Tiếng Việt Tagalog Kurdî Hausa Português മലയാളം తెలుగు Kiswahili தமிழ் မြန်မာ ไทย Deutsch 日本語 অসমীয়া Shqip Svenska Nederlands ગુજરાતી Кыргызча नेपाली Yorùbá Lietuvių دری Српски Soomaali тоҷикӣ Kinyarwanda Română Magyar Čeština Moore Malagasy Oromoo ಕನ್ನಡ Wolof Azərbaycan O‘zbek Українська ქართული Македонски ភាសាខ្មែរ Bambara ਪੰਜਾਬੀ मराठी Kirundi Kurmancî Bahasa Melayu Yaoالشرح
صحابي سفیان بن عبدالله رضي الله عنه له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه پوښتنه وکړه چې هغه ته یوه داسې وینا وښیي چې د اسلام په جامع مفهوم مشتمله وي تر څو پرې عمل وکړي او له بل چا یې په اړه پوښتنه ونکړي؟ نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: ووایه چې: الله مې یو ګڼلی او ایمان مې راوړی چې هغه مې خالق او حق معبود دی او هېڅ شریک نه لري. بیا د فرایضو په ادا کولو سره د الله جل جلاله پیروۍ ته غاړه ږدي او محارم یې پریږدي او همداسې دوام ورکوي.فوائد الحديث
د دین بنسټ په الله جل جلاله، د هغه په ربوبیت، الوهیت، نومونو او صفتونو ایمان درلودل دي.
له ايمان راوړلو وروسته د استقامت اهميت، عبادت ته ادامه ورکول او په هغه باندې ثابت قدمه پاتې کېدل.
ایمان د عمل د قبلېدو لپاره شرط دی.
په الله جل جلاله ایمان؛ په هغه اصولو او عقایدو باور ساتل دي چې ایمان راوړل پرې واجب دي او هغه څه چې د زړونو له عملونو څخه یې پیروي کوي، او الله جل جلاله ته غاړه ایښودل، په ظاهر او باطن کې هغه ته تسلمېدل دي.
استقامت؛ د واجباتو په تر سره کولو او د منهیاتو په پرېښودلو سره په مستقیمې لارې له دوامداره تللو څخه عبارت دی.
