پر الله عزوجل ايمان

پر الله عزوجل ايمان

10- په حقيقت كې الله جل جلاله ښه او بد ليكلي، بيا يې بيان کړي دي، نو چا چې د نيکۍ اراده وکړه خو یې ونه کړه، الله تعالی به د هغه لپاره پوره نيکي وليکي، او که چېرته یې اراده وکړه او عمل یې پرې هم وکړ نو الله تعالی به ورته لس نیکۍ تر اوه سوه چنده، او څو چنده زیاتې ولیکي، او چا چې د بدۍ اراده وکړه خو عمل یې پرې ونه کړ نو الله تعالی به یې ورته د ځان سره پوره نیکي ولیکي، خو که چېرته یې د بدۍ اراده وکړه او عملي یې کړه نو الله تعالی به ورته یوه بدي ولیکي