إعدادات العرض
يَأْتِي الشَّيْطَانُ أَحَدَكُمْ فَيَقُولُ: مَنْ خَلَقَ كَذَا؟ مَنْ خَلَقَ كَذَا؟ حَتَّى يَقُولَ: مَنْ خَلَقَ رَبَّكَ؟ فَإِذَا بَلَغَهُ فَلْيَسْتَعِذْ بِاللهِ…
يَأْتِي الشَّيْطَانُ أَحَدَكُمْ فَيَقُولُ: مَنْ خَلَقَ كَذَا؟ مَنْ خَلَقَ كَذَا؟ حَتَّى يَقُولَ: مَنْ خَلَقَ رَبَّكَ؟ فَإِذَا بَلَغَهُ فَلْيَسْتَعِذْ بِاللهِ وَلْيَنْتَهِ». «شیطان ستاسو څخه یو ته راځي او وايي: دا فلانی شی چا پيدا کړی؟ دا فلانی شی چا پيدا کړی؟ تر دې چې ووايي: ستا رب چا پیدا کړی؟ نو کله چې دې حد ته ورسېده، نو په الله دې پناه وغواړي او نور دې ودریږي
له ابو هریرة - رضي الله عنه - څخه روایت دی چې رسول الله - صلی الله علیه وسلم - فرمایلي دي: «يَأْتِي الشَّيْطَانُ أَحَدَكُمْ فَيَقُولُ: مَنْ خَلَقَ كَذَا؟ مَنْ خَلَقَ كَذَا؟ حَتَّى يَقُولَ: مَنْ خَلَقَ رَبَّكَ؟ فَإِذَا بَلَغَهُ فَلْيَسْتَعِذْ بِاللهِ وَلْيَنْتَهِ». «شیطان ستاسو څخه یو ته راځي او وايي: دا فلانی شی چا پيدا کړی؟ دا فلانی شی چا پيدا کړی؟ تر دې چې ووايي: ستا رب چا پیدا کړی؟ نو کله چې دې حد ته ورسېده، نو په الله دې پناه وغواړي او نور دې ودریږي».
الترجمة
العربية English မြန်မာ Svenska Čeština ગુજરાતી አማርኛ Yorùbá Nederlands اردو Español Bahasa Indonesia ئۇيغۇرچە বাংলা Türkçe Bosanski සිංහල हिन्दी Tiếng Việt Hausa മലയാളം తెలుగు Kiswahili ไทย অসমীয়া Shqip دری Ελληνικά Български Fulfulde Italiano ಕನ್ನಡ Кыргызча Lietuvių Malagasy or Română Kinyarwanda Српски тоҷикӣ O‘zbek नेपाली Moore Kurdî Oromoo Wolof Soomaali Français Tagalog Azərbaycan Українська bm தமிழ் Deutsch ქართული Português Македонски Magyar فارسی Русский 中文الشرح
رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغو پوښتنو په اړه چې شیطان پرې مؤمن ته وسوسې ور اچوي د مؤثرې درملنې څخه خبر ورکوي. شیطان به ووایي: دا فلانی چا پيدا کړی دی؟ دا فلانی چا پیدا کړی دی؟ ځمکه چا پیدا کړې ده؟ نو مؤمن به ورته د دين، فطرت او عقل له مخې پدې وینا سره جواب ورکړي چې: الله، خو شیطان د وسوسې اچولو لدې حد سره نه ودریږي، بلکې بل پړاو ته ځي تر دې چې ووایی: ستا رب چا پیدا کړی دی؟ بیا مؤمن په درېو کارونو سره دغه وسوسه له منځه وړي: په الله تعالی باندې په ایمان لرلو سره. او له شیطان څخه په الله جل جلاله باندې پناه وړلو سره. او په وسوسو کې له مخکې تللو څخه په ودرېدلو سره.فوائد الحديث
د شيطان له وسوسو او خطرونو څخه مخ اړول او د هغو په اړه فکر نه کول او د لرې کولو لپاره یې الله سبحانه وتعالی ته پناه وړل.
هره هغه وسوسه چې د انسان زړه ته لویږي او د شریعت خلاف وي، هغه به د شیطان له لورې وي.
د الله تعالی په ذات کې د فکر کولو ممانعت، او د هغه په مخلوقاتو او نښانو کې په فکر کولو ټینګار.