«أعوذ بالله العظيم، وبوجهه الكريم، وسلطانه القديم، من الشيطان الرَّجِيم

«أعوذ بالله العظيم، وبوجهه الكريم، وسلطانه القديم، من الشيطان الرَّجِيم

له عبد الله بن عمرو بن العاص رضي الله عنهما څخه روایت دی: له پېغمبر صلی الله علیه وسلم څخه چې هغه به کله جومات ته ننوت نو ویل به یې: «أعوذ بالله العظيم، وبوجهه الكريم، وسلطانه القديم، من الشيطان الرَّجِيم»، یعنې په لوی الله، د هغه په عزتمن روی او قدیم سلطنت له رټلی شوي شیطان څخه پناه نیسم، وایي: آیا همداسې یې ویلي؟ ما وویل: هو، وایي: کله چې دا ذکر ووایي، نو شیطان ووایي چې: ټوله ورځ راڅخه په امن کې شو.

[صحيح] [ابوداود روايت کړی دی]

الشرح

کله به چې رسول الله صلی الله علیه وسلم جومات ته ننوت نو ویل به یې: (أعوذ بالله العظيم) ملاتړ غواړم او پناه نیسم په الله او د هغه په صفتونو باندې (وبوجهه الكريم) د هغه په عزتمن روی چې سخي او ورکوونکی ذات دی. (وسلطانه) او د هغه په واکمنۍ؛ برلاسۍ، ځواکمنۍ او د هغه په قهر سره د هغه له مخلوقاتو نه، په چا باندې چې وغواړي. (القدیم) ازلي او ابدي ذات (من الشيطان الرجيم) (له رټلی شوي شیطان څخه) هغه چې د الله تعالی له رحمت څخه لرې شوی او شړل شوی دی، یعني: اې الله ما د هغه له وسوسې، د هغه له بې لارې کولو، د هغه نقشو، د هغه له خطرونو، د هغه له فرېبکارۍ څخه وساته، ځکه هغه د ګمراهۍ لامل او بې لاریتوب او جهالت ته هڅوونکی دی. نو عبد الله بن عمرو ته وویل شو چې "أقط؟" یعنې آیا رسول الله صلی الله علیه وسلم یوازې همدا ویلي؟ هغه وویل: هو. نو کله چې جومات ته ننوتونکي دا دعا وویله؛ شیطان ووایي چې: دې ننوتونکي د ټول وخت لپاره خپل ځان راڅخه وساته؛ یعنې ټوله ورځ او شپه یې.

فوائد الحديث

جومات ته د ننوتلو پر مهال پدې ذکر سره د دعا کولو فضیلت، او دا چې ویونکي لره پاتې ورځ له شیطان څخه ژغوري.

له شیطان څخه وېرول، او دا چې هغه مسلمان ته په کمین کې کیني، تر څو یې ګمراه او دوکه کړي.

انسان به د شیطان له ګمراهۍ او فریب څخه تر هغه حده خوندي وي څومره یې چې زړه په الله ایمان ولري، او دا دعا په زړه راولي، او پدې سره چې کومې ژمنې الله تعالی کړي دي باور وکړي.

التصنيفات

د أسماء او صفاتو توحید, جومات د ننوتلو او ورڅخه د راوتلو اذکار