لَا تَجْلِسُوا عَلَى الْقُبُورِ، وَلَا تُصَلُّوا إِلَيْهَا». "په قبرونو د پاسه مه کېنئ او لمونځ ورته مه کوئ

لَا تَجْلِسُوا عَلَى الْقُبُورِ، وَلَا تُصَلُّوا إِلَيْهَا». "په قبرونو د پاسه مه کېنئ او لمونځ ورته مه کوئ

له ابو مرثد الغنوي - رضي الله عنه - څخه روایت دی وایي چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «لَا تَجْلِسُوا عَلَى الْقُبُورِ، وَلَا تُصَلُّوا إِلَيْهَا». "په قبرونو د پاسه مه کېنئ او لمونځ ورته مه کوئ".

[صحيح] [مسلم روايت کړی دی]

الشرح

رسول الله صلی الله علیه وسلم په قبرونو له کېناستلو څخه منع فرمایلي ده. همدا رنګه یې قبرونو ته له لمونځ کولو څخه منع فرمایلې ده، داسې چې قبر د لمونځ کوونکي مخې ته راشي، ځکه چې دا د شرک لپاره وسیله ده.

فوائد الحديث

لکه څرنګه چې په سنتو ثابت دي چې د جنازې له لمانځه پرته په هدیرو، د قبرونو تر منځه او یا قبرونو ته له لمونځ کولو څخه منع راغلې ده.

له شرک څخه د مخنیوي په خاطر قبرونو ته له لمانځه کولو څخه ممانعت.

اسلام د قبرونو په اړه له مبالغې او بې حرمتۍ څخه منعه کړې ده، نو پدې کې هېڅ ډول زياتی او غفلت نشته.

د مسلمان حرمت د هغه له مرګه وروسته پاتې دی، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: (كَسْرُ عَظْمِ المَيّت كَكَسْرِه حيًّا). (د مړي هډوکي ماتول داسې دي لکه د ژوندي هډوکي ماتول).

التصنيفات

د الوهیت توحید, د لمانځه شرطونه