?الرَّاحِمُونَ يَرْحَمُهمُ الرَّحمنُ، ارحَمُوا أهلَ الأرضِ يَرْحْمْكُم مَن في السّماء».…

?الرَّاحِمُونَ يَرْحَمُهمُ الرَّحمنُ، ارحَمُوا أهلَ الأرضِ يَرْحْمْكُم مَن في السّماء». «په رحم کوونکو باندې الله رحم کوي، تاسو د ځمکې پر خلکو رحم وکړئ هغه ذات چې په اسمانونو کې دی پر تاسو به رحم وکړي

له عبد الله بن عمرو رضي الله عنهما څخه روایت دی وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «الرَّاحِمُونَ يَرْحَمُهمُ الرَّحمنُ، ارحَمُوا أهلَ الأرضِ يَرْحْمْكُم مَن في السّماء». «په رحم کوونکو باندې الله رحم کوي، تاسو د ځمکې پر خلکو رحم وکړئ هغه ذات چې په اسمانونو کې دی پر تاسو به رحم وکړي».

[صحيح] [ترمذی روایت کړی دی]

الشرح

رسول الله صلی الله علیه وسلم بیانوي چې؛ هغه خلک چې په نورو رحم کوي، نو رحمان ذات پر هغوی رحم کوي چې رحم یې له هر څه پراخه دی، بدله د عمل سره برابره. بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم د ځمکې په ټولو مخلوقاتو د رحم کولو امر وکړ؛ که هغه انسان، یا حیوان، یا الوتونکی مرغه او یا نور داسې ډول ډول مخلوقات وي، او د دې بدله دا ده چې الله تعالی به په تاسو باندې د اسمانونو له پاسه رحم وکړي.

فوائد الحديث

د اسلام دین د رحم دین دی، او هغه ټول د الله تعالی په اطاعت او مخلوقاتو سره په نیکۍ کولو ولاړ دی.

الله تعالی په رحمت سره یاد شوی دی، او هغه پاک ذات رحمان او رحیم دی، بندګانو ته د خپل رحمت رسوونکی دی.

بدله د عمل له جنس څخه وي، نو رحم کوونکو باندې الله رحم کوي.

التصنيفات

د أسماء او صفاتو توحید, ستایل شوي أخلاق