إعدادات العرض
ستایل شوي أخلاق
ستایل شوي أخلاق
1- کله چې یو سړی له خپل ورور سره مینه لري، نو هغه ته دې ووایي چې مینه ورسره لري
2- الله تعالی دې په هغه انسان رحم وکړي چې د پلورلو، اخېستلو او قرض غوښتلو په وخت کې اساني کوي
5- په حقیقت کې الله تعالی په هر څه کې مهرباني فرض کړې ده
6- مه غوسه کېږه
8- څوک چې له مهربانۍ کولو بې برخې شو؛ نو ګوا کې له (هر ډول) خیر څخه محروم شو
9- له ښېګڼې څخه څه شی سپک مه ګڼه، اګر که د خپل ورور سره په ورین تندي مخامخ شې
10- پياوړی کس - په غېږ نیولو کې - چپه کوونکی ندی، بلکې پياوړی هغه دی چې د غصې پر مهال خپل ځان کنټرول کړي
11- چا چې د یو ښه کار لارښوونه وکړه، هغه لره د هغه کار د تر سره کوونکي په څېر اجر دی
12- څوک چې په الله او د آخرت په ورځ ایمان لري، نو هغه دې یا د خیر وینا وکړي او یا دې چوپ پاتې شي
13- څوک چې پر خلکو رحم نه کوي، الله تعالی به پر هغه رحم ونه کړي
16- رښتيا وایئ؛ ځکه رښتیا ويل نېکیو ته لارښونه کوي او یقینا چې نېکي جنت ته لارښونه کوي،
17- څوک چې د خپل ورور له عزت څخه دفاع وکړي، نو الله تعالی به د قیامت په ورځ د هغه له مخ څخه اور وګرځوي
18- الله جل جلاله؛ پرهیزګاره، له نورو مستغني او پټ بنده خوښوي
21- بېشکه مؤمن په ښو اخلاقو سره د روژه نیوونکي او اعتکاف کوونکي درجې ته رسیږي
22- یقینا چې په تاسو کې غوره هغه څوک دی چې ښه اخلاق ولري
23- (پر خلکو) اسانتیا راولئ او سختي مه کوئ، زیری ورکړئ او خلک مه زړه توري کوئ
28- په تاسو کې هیڅوک مومن کیدلی نه شي؛ تر څو چې د خپل ورور لپاره هغه څه خوښ کړي چې د ځان لپاره یې خوښوي
