إعدادات العرض
چا چې د یو ښه کار لارښوونه وکړه، هغه لره د هغه کار د تر سره کوونکي په څېر اجر دی
چا چې د یو ښه کار لارښوونه وکړه، هغه لره د هغه کار د تر سره کوونکي په څېر اجر دی
له ابو مسعود انصاري رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې: جَاءَ رَجُلٌ إِلَى النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فَقَالَ: إِنِّي أُبْدِعَ بِي فَاحْمِلْنِي، فَقَالَ: «مَا عِنْدِي»، فَقَالَ رَجُلٌ: يَا رَسُولَ اللهِ، أَنَا أَدُلُّهُ عَلَى مَنْ يَحْمِلُهُ، فَقَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «مَنْ دَلَّ عَلَى خَيْرٍ فَلَهُ مِثْلُ أَجْرِ فَاعِلِهِ». رسول الله صلى الله عليه وسلم ته يو سړى راغى، ويې ويل: (زما سپرلۍ مړه شوه او زه په لاره کې پاتې یم) نو ما په یوه سپرلۍ سپور کړه، رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل: «زه يې نه لرم»، نو یو سړي وویل: اې د الله جل جلاله رسوله! زه به یو څوک وروښایم هغه به یې سپور کړي، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: « چا چې د یو ښه کار لارښوونه وکړه، هغه لره د هغه کار د تر سره کوونکي په څېر اجر دی».
الترجمة
العربية বাংলা Bosanski English Español فارسی Français Bahasa Indonesia Русский Tagalog Türkçe اردو 中文 हिन्दी Kurdî Hausa Português മലയാളം తెలుగు Kiswahili தமிழ் မြန်မာ Deutsch 日本語 Tiếng Việt অসমীয়া Shqip Svenska Čeština ગુજરાતી አማርኛ Yorùbá Nederlands ئۇيغۇرچە සිංහල ไทย دری Fulfulde Magyar ಕನ್ನಡ Кыргызча Lietuvių or Română Kinyarwanda Српски O‘zbek Moore नेपाली Oromoo Wolof Soomaali Български Українська Azərbaycan ქართული Malagasy тоҷикӣ bm Македонскиالشرح
رسول الله صلی الله علیه وسلم ته یو سړی راغی او ورته ویې ویل: زما سپرلۍ مړه شوې ده، نو ما په یوه څاروي سپور کړه او ماته یوه سپرلۍ راکړه چې ومې رسوي، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم له هغه څخه بخښنه وغوښته ځکه چې هغه د هغه د سپرولو لپاره هېڅ شی نه درلود، نو یو سړی چې هلته حاضر و وویل: اې د الله رسوله! زه به یو څوک وروښایم چې سپور یې کړي، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکړ چې هغه د سپرلۍ د خاوند سره په ثواب کې شریک دی، ځکه چې اړمن ته یې د هغه لارښوونه وکړه.فوائد الحديث
ښېګڼې ته په لارښوونې ټینګار.
ښېګڼې کولو ته هڅول د اسلامي ټولنې د پیوستون او یووالي یو لامل ګرځي.
د الله تعالی د مهربانۍ پراخوالی.
دا حدیث یوه عمومي قاعده ده چې د ښګڼې ټولو کارونو ته شاملیږي.
كه څوک د سوال كوونكي غوښتنه پوره نه كړاى شي، نو بل چاته دې لارښوونه وکړي.
التصنيفات
ستایل شوي أخلاق