?المُسْلِمُ مَنْ سَلِمَ المُسْلِمُونَ مِنْ لِسَانِهِ وَيَدِهِ، وَالمُهَاجِرُ مَنْ هَجَرَ مَا نَهَى اللَّهُ عَنْهُ».…

?المُسْلِمُ مَنْ سَلِمَ المُسْلِمُونَ مِنْ لِسَانِهِ وَيَدِهِ، وَالمُهَاجِرُ مَنْ هَجَرَ مَا نَهَى اللَّهُ عَنْهُ». «مسلمان هغه څوک دی چې نور مسلمانان يې د ژبې او لاس له ضرر څخه په امان کې وي او مهاجر هغه څوک دی چې هغه څه پریږدي چې الله پاک ورڅخه منعه کړی وي

له عبدالله بن عمرو رضي الله عنهما څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «المُسْلِمُ مَنْ سَلِمَ المُسْلِمُونَ مِنْ لِسَانِهِ وَيَدِهِ، وَالمُهَاجِرُ مَنْ هَجَرَ مَا نَهَى اللَّهُ عَنْهُ». «مسلمان هغه څوک دی چې نور مسلمانان يې د ژبې او لاس له ضرر څخه په امان کې وي او مهاجر هغه څوک دی چې هغه څه پریږدي چې الله پاک ورڅخه منعه کړی وي».

[صحيح] [متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)]

الشرح

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي چې د کامل اسلام خاوند هغه څوک دی چې د هغه له ژبې څخه مسلمانان په امن کې وي، نه ورته کنځلې کوي، نه پرې لعنت وايي، نه یې غیبت کوي او نه یې تر منځه یو بل ته د هېڅ ډول ضرر رسولو هڅه کوي. او د لاس څخه یې په امن کې وي، نو تېری پرې نه کوي، له حق پرته یې مالونه نه اخلي او داسې نور. او مهاجر هغه دی چې هر هغه څه پرېږدي چې الله تعالی ترې منع کړی دی.

فوائد الحديث

د اسلام بشپړتیا یوازې په دې سره ترلاسه کېدی شي چې نورو ته زیان ونه رسوي، هغه که مادي وي او یا معنوي.

له ژبې او لاس څخه په ځانګړې توګه یادونه لدې امله وشوه چې ډیری بدۍ او ضررونه له دوی څخه دي او تر ټول لوی شرونه له همدې دواړو صادریږي.

ګناهونو پرېښودلو ته هڅول او پر هغه څه ټینګ عمل کول چې الله تعالی پرې امر کړی.

غوره مسلمان هغه دی چې د الله تعالی او د مسلمانانو حقوق ادا کړي.

تیری، کېدی شي چې په وینا او یا کړنې سره وي.

بشپړ هجرت د هغو کارونو پرېښودل دي چې الله جل جلاله حرام کړي دي.

التصنيفات

د ایمان زیاتیدل او کمیدل, ستایل شوي أخلاق, د خبرو کولو او چپ پاتې کیدلو ادبونه