إعدادات العرض
1- ایمان څه د پاسه شپېته او یا څه د پاسه اویا څانګې لري.
2- څوک چې له تاسو څخه منکر (ناکاره کړنه) وګوري نو هغه دې بدله کړي ( منع دې کړي)
3- چا چې په اسلام کې غوره کړنې وکړې، په هغه کړنو به ونه نیول شي چې په جاهیلت کې یې کړي دي.
4- ?المُسْلِمُ مَنْ سَلِمَ المُسْلِمُونَ مِنْ لِسَانِهِ وَيَدِهِ، وَالمُهَاجِرُ مَنْ هَجَرَ مَا نَهَى اللَّهُ عَنْهُ». «مسلمان هغه څوک دی چې نور مسلمانان يې د ژبې او لاس له ضرر څخه په امان کې وي او مهاجر هغه څوک دی چې هغه څه پریږدي چې الله پاک ورڅخه منعه کړی وي
5- ځینې وختونه زمونږ زړونو ته داسې خبرې راځي چې ډیره سخته ده چي په اړه یې خبرې وکړو، هغه وفرمایل: «آیا داسې څه مو حس کړي دي؟» هغوی وویل: هو، ویې فرمایل: همدا څرګند او روښانه ایمان دی
6- ?إِنَّ الْإِيمَانَ لَيَخْلَقُ فِي جَوْفِ أَحَدِكُمْ كَمَا يَخْلَقُ الثَّوْبُ الْخَلِقُ، فَاسْأَلُوا اللَّهَ أَنْ يُجَدِّدَ الْإِيمَانَ فِي قُلُوبِكُمْ». «ستاسو څخه د یو چا په زړه کې ایمان داسې کمزوری کیږي لکه څرنګه چې جامې - په اغوستلو سره - زړیږي، نو له الله تعالی څخه وغواړئ چې ایمان مو په زړونو کې تازه کړي