ځینې وختونه زمونږ زړونو ته داسې خبرې راځي چې ډیره سخته ده چي په اړه یې خبرې وکړو، هغه وفرمایل: «آیا داسې څه مو حس کړي دي؟» هغوی وویل: هو، ویې فرمایل: همدا څرګند او…

ځینې وختونه زمونږ زړونو ته داسې خبرې راځي چې ډیره سخته ده چي په اړه یې خبرې وکړو، هغه وفرمایل: «آیا داسې څه مو حس کړي دي؟» هغوی وویل: هو، ویې فرمایل: همدا څرګند او روښانه ایمان دی

له ابو هریرة رضي الله عنه څخه روایت دی چې وایي: جَاءَ نَاسٌ مِنْ أَصْحَابِ النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، فَسَأَلُوهُ: إِنَّا نَجِدُ فِي أَنْفُسِنَا مَا يَتَعَاظَمُ أَحَدُنَا أَنْ يَتَكَلَّمَ بِهِ، قَالَ: «وَقَدْ وَجَدْتُمُوهُ؟» قَالُوا: نَعَمْ، قَالَ: «ذَاكَ صَرِيحُ الْإِيمَانِ». د پیغمبر صلی الله علیه وسلم له صحابه کرامو څخه یو څه خلک راغلل او ورڅخه یې پوښتنه وکړه چې ځینې وختونه زمونږ زړونو ته داسې خبرې راځي چې ډیره سخته ده چي په اړه یې خبرې وکړو، هغه وفرمایل: «آیا داسې څه مو حس کړي دي؟» هغوی وویل: هو، ویې فرمایل: همدا څرګند او روښانه ایمان دی».

[صحيح] [مسلم روايت کړی دی]

الشرح

د رسول الله صلی الله علیه وسلم د صحابه کرامو یوه ډله راغله او له هغه څخه یې پوښتنه وکړه چې دوی کله په خپلو زړونو کې د داسې لویو - خبرو - احساس کوي چې سخته ده ورته په اړه یې خبرې وکړي، ځکه چې هغه خورا بدې خبرې دي او دوی ورڅخه کرکه لري. نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: هغه څه چې تاسو موندلي دي روښانه ایمان او یقین دی چې تاسو هڅوي د هغه څه مخه ونیسئ چې شیطان یې په زړه کې در اچوي، نو تاسو یې له ویلو انکار کوئ او په زړه کې درته ډیره لویه تمامیږي چې په اړه یې خبرې وکړئ، او یقینا چې شیطان ستاسو په زړونو باندې واک نه دی ترلاسه کړی، د هغه چا په څیر چې شیطان یې په زړه قبضه کړې وي او له ځان سره داسې هیڅ شی نه لري چې دفاع پرې وکړي.

فوائد الحديث

د ایمان د خاوندانو په وړاندې د شیطان کمزوري، ځکه چې هغه یوازې د وسوسې کولو توان لري.

د نفس په وسواسونو باور نه کول او نه منل، ځکه دا د شیطان له لوري دی.

د شيطان وسوسه مؤمن ته هيڅ ضرر نه رسوي، خو بايد له وسوسو څخه یې په الله جل جلاله پناه وغواړي او له ډېر لرې تګ څخه دې پکې ځان وساتي.

مسلمان بايد د خپل دين په اړه د پوښتنو په اړه چوپه خوله پاتې نه شي، او بايد په ​​اړه یې پوښتنه وکړي.

التصنيفات

پر الله عزوجل ايمان, د ایمان زیاتیدل او کمیدل