چاچې په اسلام کې نیکي وکړه نو د جاهلیت په کړنو نه نیول کیږي، او چا چې په اسلام کې بدۍ وکړې نو په لومړۍ او دویمې دواړو سره نیول کیږي

چاچې په اسلام کې نیکي وکړه نو د جاهلیت په کړنو نه نیول کیږي، او چا چې په اسلام کې بدۍ وکړې نو په لومړۍ او دویمې دواړو سره نیول کیږي

له ابن مسعود - رضي الله عنه - څخه روایت دی چې وایي: یو سړي وویل: اې د الله رسوله، آیا د جاهلیت په کړنو سره نیول کیږو؟ هغه وفرمایل: «چاچې په اسلام کې نیکي وکړه نو د جاهلیت په کړنو نه نیول کیږي، او چا چې په اسلام کې بدۍ وکړې نو په لومړۍ او دویمې دواړو سره نیول کیږي».

[صحيح] [متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)]

الشرح

رسول الله صلی الله علیه وسلم په اسلام کې د داخلېدو فضیلت بیانوي، او دا چې چا اسلام قبول کړ او ښه مسلمان شو او صادق او رښتينی و؛ نو د جاهلیت په زمانه کې د ګناهونو حساب به ورسره نه کیږي، او چا چې په اسلام کې بدي وکړه؛ چې منافق و يا له خپل دین څخه مرتد شو؛ نو له هغه سره به د هغو عملونو حساب وشي چې په کفر کې یې کړي دي او هغه چې په اسلام کې یې له - بدو عملونو - څخه کړي دي.

فوائد الحديث

هغه عملونو ته د صحابه کرامو - رضوان الله علیهم - پاملرنه او ورڅخه یې وېره چې د جاهلیت په وخت کې ترې صادر شوي دي.

په اسلام ثابت پاتې کېدلو باندې ټینګار.

په اسلام کې د داخلېدو فضیلت او دا چې د پخوانيو عملونو کفاره ده.

مرتد او منافق سره به د هر هغه عمل حساب کیږي چې د جاهلیت پر مهال یې تر سره کړي او د هرې هغې ګناه چې په اسلام کې یې کړي دي.

التصنيفات

اسلام, د ایمان زیاتیدل او کمیدل