إعدادات العرض
هغه څوک ایمان نه لري چې امانت نه لري او هغه څوک دین نه لري چې ژمنتیا نه لري
هغه څوک ایمان نه لري چې امانت نه لري او هغه څوک دین نه لري چې ژمنتیا نه لري
له أنس بن مالک رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې هېڅکله موږ ته رسول الله صلی الله علیه وسلم خطبه نده ویلې مګر دا چې ویل به یې: «هغه څوک ایمان نه لري چې امانت نه لري او هغه څوک دین نه لري چې ژمنتیا نه لري».
[حسن لغيره دی] [احمد روايت کړی دی]
الترجمة
العربية Tiếng Việt Indonesia Nederlands Kiswahili অসমীয়া English ગુજરાતી සිංහල Magyar ქართული Hausa Română ไทย Português मराठी ភាសាខ្មែរ دری አማርኛ বাংলা Kurdî Македонски Tagalog తెలుగు Українська ਪੰਜਾਬੀ മലയാളം Moore ಕನ್ನಡ Türkçeالشرح
أنس بن مالک رضي الله عنه خبر ورکوي چې ډیر لږ به داسې شوي وي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم خطبه ویلي وي او یا یې وعظ کړی وي او د دې دوو خبرو یادونه یې نه وي کړي: لومړی: هغه څوک د بشپړ ایمان خاوند کېدلی نه شي چې په نفس کې د یو چا مال، نفس او یا یې کورنۍ ته خیانت ولري. دویم: هغه څوک بشپړ دین نه لري چې تړونونو او ژمنو کې خیانت کوي او ماتوي یې.فوائد الحديث
د امانت په ادا کولو او ژمنې پوره کولو ټېنګار، ځکه چې ماتول یې ایمان نېمګړی کوي.
په امانت کې له خیانت او تړون ماتولو څخه ډډه کول او دا چې دا کړنې له لویو ګناهونو څخه دي.
په حدیث کې د الله تعالی او د هغه د بنده ترمنځ او پخپله د خلکو ترمنځ د امانت او تړون ساتنه شامل دي.
التصنيفات
ستایل شوي أخلاق