إعدادات العرض
لاَ يُؤْمِنُ أَحَدُكُمْ، حَتَّى يُحِبَّ لِأَخِيهِ مَا يُحِبُّ لِنَفْسِهِ».…
لاَ يُؤْمِنُ أَحَدُكُمْ، حَتَّى يُحِبَّ لِأَخِيهِ مَا يُحِبُّ لِنَفْسِهِ». "په تاسو کې هیڅوک مومن کیدلی نه شي؛ تر څو چې د خپل ورور لپاره هغه څه خوښ کړي چې د ځان لپاره یې خوښوي
له انس رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «لاَ يُؤْمِنُ أَحَدُكُمْ، حَتَّى يُحِبَّ لِأَخِيهِ مَا يُحِبُّ لِنَفْسِهِ». "په تاسو کې هیڅوک مومن کیدلی نه شي؛ تر څو چې د خپل ورور لپاره هغه څه خوښ کړي چې د ځان لپاره یې خوښوي".
الترجمة
العربية বাংলা Bosanski English Español Français Bahasa Indonesia Русский Tagalog Türkçe اردو 中文 हिन्दी ئۇيغۇرچە Hausa Kurdî Português සිංහල አማርኛ অসমীয়া Kiswahili Tiếng Việt ગુજરાતી Nederlands नेपाली ไทย മലയാളം Svenska Кыргызча Română Malagasy ಕನ್ನಡ Српски తెలుగు ქართული Mooreالشرح
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي چې هېڅ مسلمان تر هغه پورې د بشپړ ایمان خاوند کېدلی نه شي تر څو چې خپل مسلمان ورور ته هغه څه خوښ کړي چې ځانته یې خوښوي هغه که: طاعتونه او یا هر ډول دیني او دنیوي ښېګڼې وي او دا چې څه د ځان لپاره بد ګڼي د هغه لپاره یې هم بد وګڼي، نو که چېرته یې په خپل ورور کې دیني نېمګړتیا ولیده، په اصلاح کې یې زیار باسي او که کومه ښېګڼه یې پکې ولیده نو ملاتړ یې کوي او د دین او دنیا په اړه یې ورته نصیحت کوي.فوائد الحديث
پر انسان واجب دي چې خپل ورور ته هغه څه خوښ کړي چې ځانته یې خوښوي؛ ځکه له هغه چا څخه د ایمان نفي کول چې مسلمان ورور ته هغه څه نه خوښوي چې ځانته یې خوښوي پدې دلالت کوي چې دا کار واجب دی.
د الله لپاره ورورولي له نسبي ورورولۍ څخه پورته ده، نو واجب دي چې حق یې ادا شي.
د هر هغه کلام او عمل ممانعت چې له دې مينې سره په ټکر کې وي، لکه خيانت، غيبت، حسد او د مسلمان په نفس، مال او عزت تيری کول.
ځینې کلمې وکاروئ چې عمل کولو ته هڅوونکي وي، لکه څنګه یې چې فرمایلي: لأخیه یعنې"خپل ورور ته".
کرماني رحمه الله فرمایلي دي: دا هم د ایمان نښه ده چې د خپل ورور لپاره هغه شر خوښ نه کړي چې د ځان لپاره یې نه خوښوي، خو د هغه شي یادونه یې ونه کړه؛ ځکه د یو څه سره مینه کول د هغه له مخالف څخه نفرت کولو ته اړتیا لري، نو دلیل یې پرې را نه وړ ځکه چې بسنه کوي.
التصنيفات
ستایل شوي أخلاق