إعدادات العرض
ای عائشې! الله تعالی مهربان دی او نرمي خوښوي، او پر نرمۍ هغه څه ورکوي چې پر سختۍ او نورو شیانو یې نه ورکوي
ای عائشې! الله تعالی مهربان دی او نرمي خوښوي، او پر نرمۍ هغه څه ورکوي چې پر سختۍ او نورو شیانو یې نه ورکوي
د مؤمنانو له مور او د رسول الله ﷺ مېرمن؛ عائشې رضي الله عنها څخه روایت دی چې رسول الله ﷺ فرمایلي: «ای عائشې! الله تعالی مهربان دی او نرمي خوښوي، او پر نرمۍ هغه څه ورکوي چې پر سختۍ او نورو شیانو یې نه ورکوي».
[صحيح دی] [مسلم روايت کړی دی]
الترجمة
العربية বাংলা Bosanski English Español فارسی Français Indonesia Русский Tagalog Türkçe اردو 中文 हिन्दी Tiếng Việt සිංහල Hausa Kurdî தமிழ் Magyar ქართული Kiswahili Română অসমীয়া ไทย Português मराठी دری አማርኛ ភាសាខ្មែរ Nederlands Македонски ગુજરાતી ਪੰਜਾਬੀ മലയാളം ಕನ್ನಡ తెలుగు မြန်မာالشرح
نبي ﷺ عائشې رضي الله عنها ته د نرمۍ سپارښتنه وکړه، او و یې ویل چې الله تعالی پر خپلو بندګانو مهربان دی، اساني ورته غواړي نه سختي، او له توان څخه پورته تکلیف نه ورکوي او دا خوښوي چې بنده یې د نرمۍ صفت ولري او خلکو سره اساني کوونکی وي؛ او نه غواړي چې انسان سخت او بدخویه وي، الله تعالی په نرمۍ سره په دنیا کې ښه نوم، د هدفونو ترلاسه کول او اسانتیاوې ورکوي، او په آخرت کې لوی اجر لري، او دا ټول په نرمۍ او مهربانۍ سره راځي، نه په تاوتریخوالي، شدت او کلک زړه سره، نو نرمي لدې سره راځي، نه د نورو سره.فوائد الحديث
په نرمۍ سپارښتنه او له سختۍ څخه ممانعت.
د غوره اخلاقو تر منځه د مهربانۍ لوړ مقام.
نرمخویه انسان د الله تعالی له لوري د ښکلې ستاینې او لوی اجر مستحق دی.
السندي وايي: عُنف د نرمۍ ضد دی؛ نو هغه څوک چې خلک په نرمۍ او مهربانۍ سره هدایت ته رابولي، تر هغه چا غوره دی چې خلک په سختۍ او توندۍ سره رابلي، که دواړه طریقې ممکنې وې ښه ده، خو که حالت یوازې یوه طریقه منوده، نو هماغه طریقه غوره ده چې د حالاتو مطابق وي، او الله په حقیقت ښه پوه دی.
التصنيفات
ستایل شوي اخلاق