?كان رجلٌ يُدَايِنُ الناسَ، فكان يقول لفتاه: إذا أتيتَ مُعسِرًا فتجاوز عنه، لعل اللهَ يَتجاوزُ عنا

?كان رجلٌ يُدَايِنُ الناسَ، فكان يقول لفتاه: إذا أتيتَ مُعسِرًا فتجاوز عنه، لعل اللهَ يَتجاوزُ عنا

له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «كان رجلٌ يُدَايِنُ الناسَ، فكان يقول لفتاه: إذا أتيتَ مُعسِرًا فتجاوز عنه، لعل اللهَ يَتجاوزُ عنا، فلقي اللهَ فتجاوز عنه». «يو سړی و چې خلکو ته به یې پور ورکاوه، نو خپل غلام ته به يې ويیل: کله چې داسې سړي ته ورغلې چې په تنګستیا کې و نو ورته ترې تېر شه، ښايي الله مونږ ته زمونږ - له ګناهونو - څخه تېر شي، نو د الله تعالی سره پداسې حال کې مخ شو چې له ګناهونو یې ورته تېر شو».

[صحيح] [متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)]

الشرح

رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغه سړي په اړه خبر ورکوي چې له خلکو سره به یې په قرض معامله کوله او یا به یې په نېټه خرڅول کول، او خپل هغه غلام ته به یې وییل چې له خلکو یې د قرضونو غوښتنه کوله: کله چې قرضدار ته ورغلې او هغه څه نه درلودل چې شته قرض پرې د ناتوانۍ له امله ادا کړي، نو "ورڅخه تېر شه"؛ دا چې یا ورته وخت ورکړې او په غوښتنه کې پرې سختي ونه کړې، او یا دا چې څه ورسره وي هماغه ورسره ومنې اګر که کم هم وي، پدې تمه چې الله تعالی ورته له ګناهونو څخه تېر شي او بخښنه ورته وکړي، نو کله چې مړ شو الله ورته بخښنه وکړه، او له ګناهونو یې ورته تېر شو.

فوائد الحديث

له خلکو سره په چلند کې نرمي، هغوی ته بخښنه کول او تنګلاسي ته تېرېدل د قیامت په ورځ د بنده لپاره د خلاصون له سترو اسبابو څخه دي.

له مخلوق سره نیکي او له الله سره اخلاص کول د هغه د رحمت په هیله د ګناهونو د بخښنې له لاملونو څخه دي.

التصنيفات

ستایل شوي أخلاق