إعدادات العرض
د الله څخه وېره کوه هر چېرې چې یې، او د بد عمل پسې ښه عمل کوه چې له منځه یې وړي، او له خلکو سره په ښه اخلاقو چلند کوه
د الله څخه وېره کوه هر چېرې چې یې، او د بد عمل پسې ښه عمل کوه چې له منځه یې وړي، او له خلکو سره په ښه اخلاقو چلند کوه
له ابو ذر، جُندب بن جُنادة، او ابو عبدالرحمن، معاذ بن جبل رضی الله عنهما نه روایت دی، چې د الله رسول صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «د الله څخه وېره کوه هر چېرې چې یې، او د بد عمل پسې ښه عمل کوه چې له منځه یې وړي، او له خلکو سره په ښه اخلاقو چلند کوه».
[قال الترمذي: حديث حسن] [ترمذی روایت کړی دی]
الترجمة
العربية বাংলা Bosanski English Español فارسی Français Bahasa Indonesia Русский Tagalog Türkçe اردو 中文 हिन्दी Hausa Kurdî Português සිංහල Македонски नेपाली دری Shqip ગુજરાતી ភាសាខ្មែរ Українська Čeština Magyar Српски ქართული ਪੰਜਾਬੀ Kiswahili Lietuvių ಕನ್ನಡ മലയാളം тоҷикӣ kmrالشرح
نبي صلی الله علیه وسلم په درې شيانو امر کوي: لومړی: د الله تعالی څخه وېره، یعنې د واجب کارونو ترسره کول او له حرامو ځان ساتل، په هر ځای، هر وخت او هر حال کې که پټ وي که ښکاره، که روغ وي یا په ازمېښت کې، او داسې نور. دویم: که کومه ګناه درڅخه وشوه، نو وروسته پسې نیکي وکړه — لکه لمونځ، صدقه، نیکي، خپلوي پالنه، توبه او داسې نور — نو دا ګناه له منځه وړي. درېیم: له خلکو سره په ښه اخلاقو چلند کوه، لکه پر وړاندې یې موسکا کول، مهرباني او نرمي ښودل، نېکي کول او د زیان رسولو مخنیوی.فوائد الحديث
الله عزوجل بندگانو باندې په خپل رحمت، بخښنې او عفوې فضل كړی دی.
حدیث د دریو حقونو یادونه کړې ده: د الله حق له هغه څخه په وېرېدلو، د نفس حق له بدیو وروسته د نېکیو په ترسره کولو کې، او د خلکو حق له هغوی سره په ښو اخلاقو چلند کې.
له بدیو وروسته نېکیو کولو ته هڅوونه او ښه اخلاق د تقوا له ځانګړتیاوو څخه دي، او په ځانګړې توګه یې یادونه د وضاحت لپاره شوې ده.
التصنيفات
ستایل شوي أخلاق