سُئِلَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ عَنْ أَكْثَرِ مَا يُدْخِلُ النَّاسَ الْجَنَّةَ، فَقَالَ: «تَقْوَى اللهِ وَحُسْنُ الْخُلُقِ

سُئِلَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ عَنْ أَكْثَرِ مَا يُدْخِلُ النَّاسَ الْجَنَّةَ، فَقَالَ: «تَقْوَى اللهِ وَحُسْنُ الْخُلُقِ

له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې وایي: سُئِلَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ عَنْ أَكْثَرِ مَا يُدْخِلُ النَّاسَ الْجَنَّةَ، فَقَالَ: «تَقْوَى اللهِ وَحُسْنُ الْخُلُقِ»، وَسُئِلَ عَنْ أَكْثَرِ مَا يُدْخِلُ النَّاسَ النَّارَ فَقَالَ: «الْفَمُ وَالْفَرْجُ». له رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه وپوښتل شول چې تر ټولو زيات شی ( کوم دی ) چې خلک جنت ته داخلوي، نو رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل: له الله جل جلاله څخه وېره او ښه اخلاق » او ورڅخه وپوښتل شو چې تر ټولو زیات شی ( کوم چې ) خلک اور ته داخلوي، نو هغه وفرمایل: «خوله او شرمګاه».

[حديث حسن او صحيح دی] [ترمذی روایت کړی دی]

الشرح

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي چې جنت ته د ننوتلو لوی لاملونه دوه دي چې هغه عبارت دي له : له الله جل جلاله څخه وېره او ښه اخلاق. نو له الله جل جلاله څخه وېره دې ته وایي چې د الله تعالی د اوامرو په ترسره کولو او د هغه له ممانعتونو څخه د ځان ساتلو لپاره ستاسو او د الله تعالی د عذاب تر منځه وقایه وګرځوي. او ښه اخلاق: چې په ورین تندي، احسان کولو او له ضرر څخه ځان ساتلو باندې کیږي. او دا چې اور ته د ننوتلو ستر لاملونه دوه لاملونه دي چې عبارت دي له: ژبې او شرمګاه څخه. نو د ژبې له ګناهونو څخه: دروغ ویل، غیبت، چغلګري او داسې نور دي. او د شرمګاه له ګناهونو څخه: زنا، لواطت او داسې نور دي.

فوائد الحديث

جنت ته د ننوتلو اسباب د الله تعالی سره تړاو لري، چې له هغې جملې څخه: له هغه څخه وېرېدل، او ځینې نور سببونه یې د خلکو سره تړاو لري چې له جملې څخه یې: ښه اخلاق دي.

د ژبې خطر د خپل خاوند لپاره، او دا چې اور ته د ننوتلو یو لامل دی.

انسان ته د شهوت او بې حیایۍ خطر او دا چې دوزخ ته د ننوتلو تر ټولو زیات لاملونه -همدا- دي.

التصنيفات

ستایل شوي أخلاق, د جنت او دوزخ صفتونه.