مَا شَيْءٌ أَثْقَلُ فِي مِيزَانِ الْمُؤْمِنِ يَوْمَ القِيَامَةِ مِنْ خُلُقٍ حَسَنٍ، وَإِنَّ اللَّهَ لَيُبْغِضُ الفَاحِشَ البَذِيءَ».…

مَا شَيْءٌ أَثْقَلُ فِي مِيزَانِ الْمُؤْمِنِ يَوْمَ القِيَامَةِ مِنْ خُلُقٍ حَسَنٍ، وَإِنَّ اللَّهَ لَيُبْغِضُ الفَاحِشَ البَذِيءَ». "د قيامت په ورځ د مؤمن په ترازو کې له ښو اخلاقو څخه بل څه دروند نشته، او یقینا چې الله جل جلاله له فاحش او بې حيا څخه نفرت کوي

له ابو الدرداء رضی الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «مَا شَيْءٌ أَثْقَلُ فِي مِيزَانِ الْمُؤْمِنِ يَوْمَ القِيَامَةِ مِنْ خُلُقٍ حَسَنٍ، وَإِنَّ اللَّهَ لَيُبْغِضُ الفَاحِشَ البَذِيءَ». "د قيامت په ورځ د مؤمن په ترازو کې له ښو اخلاقو څخه بل څه دروند نشته، او یقینا چې الله جل جلاله له فاحش او بې حيا څخه نفرت کوي".

[صحيح]

الشرح

رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکوي چې د قیامت په ورځ له کړنو او ویناوو څخه تر ټولو دروند شی د مؤمن په تله کې ښه اخلاق دي، چې هغه پراخه تندی، ضرر لرې کول او نیکۍ کول دي. الله تعالی د هغه څه څخه کرکه کوي چې په عمل او خبرو کې بد دی او هغه څه چې پر ​​ژبه پوچ او فحش وي.

فوائد الحديث

د ښو اخلاقو فضیلت؛ ځکه چې خپل خاوند ته د الله تعالی سره مینه او د هغه عبادت په میراث پریږدي او د قيامت په ورځ تر ټولو ستر شيان چې تلل کیږي همدا دي.

التصنيفات

ستایل شوي أخلاق, د خبرو کولو او چپ پاتې کیدلو ادبونه