إعدادات العرض
بېشکه له تاسو څخه تر ټولو خوښ او د قیامت په ورځ زما مجلس ته تر ټولو نږدې کسان هغه دي چې غوره اخلاق ولري
بېشکه له تاسو څخه تر ټولو خوښ او د قیامت په ورځ زما مجلس ته تر ټولو نږدې کسان هغه دي چې غوره اخلاق ولري
له جابر رضی الله عنه څخه روایت دی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: بېشکه له تاسو څخه تر ټولو خوښ او د قیامت په ورځ زما مجلس ته تر ټولو نږدې کسان هغه دي چې غوره اخلاق ولري، او تر ټولو ناخوښ او زما مجلس نه تر ټولو لرې کسان د قیامت په ورځ: ثرثارون – ډېر خبرې او بې ځایه خبرې کوونکي (كړتو)، متشدقون – هغه کسان چې په تکلف او د وښکېو په حرکت سره خبرې کوي، ځان ښيي او متفيهقون – هغه کسان چې په غرور او تکبر سره خبرې کوي. صحابه کرامو وویل: ای د الله رسوله! موږ ثرثارون او متشدقون پېژنو، خو متفيهقون څوک دي؟نبي کریم ﷺ وفرمایل: متفيهقون یعني کبر کوونکي (هغوی چې په تکبر او غرور په ډکه خوله ویناوې کوي).
الترجمة
العربية বাংলা Bosanski English Español فارسی Français Bahasa Indonesia Русский Tagalog Türkçe اردو 中文 हिन्दी Tiếng Việt සිංහල ئۇيغۇرچە Kurdî தமிழ் অসমীয়া Nederlands Kiswahili Hausa ગુજરાતી Magyar ქართული Română Português ไทย తెలుగు मराठी دری አማርኛ Malagasy Македонски ភាសាខ្មែរ Українська ਪੰਜਾਬੀ Wolofالشرح
رسول الله صلی الله علیه وسلم موږ ته خبر راکړی چې: په دنیا کې تر ټولو خوښ خلک د هغه لپاره هغو دي چې غوره اخلاق ولري او د قیامت په ورځ به هم همدوی د هغه مجلس ته تر ټولو نږدې وي. او هغه ته تر ټولو ناخوښ خلک هغه دي چې په دنیا کې بد اخلاق ولري، او د قیامت په ورځ به له هغه څخه تر ټولو لرې وي لکه: (الثرثارون) ډېرې خبرې کوونکي بېځایه ژبه چلوونکي چې له حق څخه وځي، او (المتشدقون) په تکلف او فصاحت سره خبرې اوږدوي او ځان ته اهمیت ورکوي، پرته له دې چې احتیاط او ځان وساتي، (المتفيهقون) صحابه کرامو وویل: ای د الله رسوله! ثرثارون او متشدقون خو مو وپېژندل، نو دا (المُتفیهقون) څوک دي؟ نبي ﷺ وفرمایل: دا کبرجن خلک دي، هغه کسان چې په خلکو ملنډې وهي او په ډکه خوله لوی لوی خبرې کوي.فوائد الحديث
ښه اخلاق د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره د محبت او د قیامت په ورځ د هغه د قرب سبب ګرځي، او بد اخلاق د دې برعکس دي.
ښه اخلاق د دې سبب کېږي چې خلک یو بل سره مینه ولري، او بد اخلاق بیا برعکس دي.
د ښو اخلاقو، عاجزۍ، نرمۍ، او له تکلف څخه ځان ساتلو ته هڅونه.
له هغو خبرو ډډه کول چې انسان یې د وینا د زیاتوالي، تکبر، ځان لوی ښودنې او تکلف له مخې کوي.
التصنيفات
ستایل شوي أخلاق