عَلَيْكُمْ بِالصِّدْقِ، فَإِنَّ الصِّدْقَ يَهْدِي إِلَى الْبِرِّ، وَإِنَّ الْبِرَّ يَهْدِي إِلَى الْجَنَّةِ

عَلَيْكُمْ بِالصِّدْقِ، فَإِنَّ الصِّدْقَ يَهْدِي إِلَى الْبِرِّ، وَإِنَّ الْبِرَّ يَهْدِي إِلَى الْجَنَّةِ

له عبدالله بن مسعود رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «عَلَيْكُمْ بِالصِّدْقِ، فَإِنَّ الصِّدْقَ يَهْدِي إِلَى الْبِرِّ، وَإِنَّ الْبِرَّ يَهْدِي إِلَى الْجَنَّةِ، وَمَا يَزَالُ الرَّجُلُ يَصْدُقُ وَيَتَحَرَّى الصِّدْقَ حَتَّى يُكْتَبَ عِنْدَ اللهِ صِدِّيقًا، وَإِيَّاكُمْ وَالْكَذِبَ، فَإِنَّ الْكَذِبَ يَهْدِي إِلَى الْفُجُورِ، وَإِنَّ الْفُجُورَ يَهْدِي إِلَى النَّارِ، وَمَا يَزَالُ الرَّجُلُ يَكْذِبُ وَيَتَحَرَّى الْكَذِبَ حَتَّى يُكْتَبَ عِنْدَ اللهِ كَذَّابًا». «رښتيا وایئ؛ ځکه رښتیا ويل نېکیو ته لارښونه کوي او یقینا چې نېکي جنت ته لارښونه کوي، او تر هغه پورې یو سړی رښتیا وایي او د رښتیاوو پسې ګرځي چې د الله پر وړاندې ریښتینی ولیکل شي، او له درواغو ځان وساتئ، ځکه چې درواغ مو په ګناهونو کې ډوبېدو ته بلي او په ګناهونو کې ډوبېدل انسان دوزخ ته رسوي او یو انسان تر هغه پورې درواغ وایې او د درواغو پسې ګرځي چې د الله تعالی پر وړاندې درواغجن ولیکل شي».

[صحيح] [متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)]

الشرح

رسول الله صلى الله عليه وسلم په رښتیا ویلو امر كړى او ويلي يې دي چې په دوامداره توګه پرې عمل كول د تلپاتې نيک عمل سبب ګرځي، او په نیک عمل ټینګار کول یې خاوند جنت ته رسوي، او تر هغه پورې په دوامداره توګه په پټه او ښکاره رښتیا وایي چې د رښتوني د لقب مستحق وګرځي؛ کوم چې په رښتیا ویلو کې په مبالغه دلالت کوي. بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم د درواغو او باطلې وینا په اړه خبرداری ورکړ؛ ځکه چې دا خلک له استقامت څخه اوړېدو، بدیو، فساد او ګناهونو کولو ته اړباسي او بیا یې دوزخ ته رسوي، او تر هغه پورې همداسې ډېر درواغ وایې چې د الله جل جلاله په وړاندې درواغجن ولیکل شي.

فوائد الحديث

ریښتینولي هغه سپېڅلی صفت دی چې د هڅو او کوښښ پر مټ تر لاسه کېږي، ځکه یو سړی تر هغه پورې رښتیا وایي او د رښتیاوو پسې ګرځي، تر څو یې چې خوی او خصلت وګرځي او د الله جل جلاله پر وړاندې د ریښتینو او صالحانو په توګه ثبت شي.

درواغ ویل داسې یو بد صفت دی چې درواغجن یې د زیاتو تمرینولو له لارې تر لاسه کوي او په وینا او عمل کې ورپسې ګرځي، تر دې چې په خوی او خصلت یې واوړي او بیا د الله تعالی پر وړاندې له درواغجنو څخه ولیکل شي.

ریښتینولي په ژبه رښتیا ویلو ته وايي، چې د دروغو ضد عمل دی، او په نیت کې ریښتینولي چې اخلاص، په اراده کې د یوې ښېګڼې نیت او په کړنو کې ریښتینولۍ ته ویل کیږي او تر ټولو ټېټه اندازه یې دا ده چې د انسان پټ او ښکاره دواړه سره برابر شي، همدارنګه په مقامونو کې ریښتینولي لکه: په وېره او هیله مندۍ کې او داسې نور، نو څوک چې دا ټولې ځانګړتیاوې ولري هغه ریښتونی دی او که ځینې پکې وي نو ريښتیا ویونکی دی.

التصنيفات

ستایل شوي أخلاق