یقینا چې په تاسو کې غوره هغه څوک دی چې ښه اخلاق ولري

یقینا چې په تاسو کې غوره هغه څوک دی چې ښه اخلاق ولري

له عبد الله بن عمرو رضي الله عنهما څخه روایت دی وایي چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم نه فاحش و (هغه څوک چې فحاشي یې عادت ګرځېدلی وي ) او نه متفحش و ( هغه څوک چې فحاشي یې عادت نه وي خو په عمدي توګه یې کوي) او فرمایل به یي: «إِنَّ مِنْ خِيَارِكُمْ أَحْسَنَكُمْ أَخْلَاقًا». « یقینا چې په تاسو کې غوره هغه څوک دی چې ښه اخلاق ولري».

[صحيح] [متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)]

الشرح

پوچه وینا او پوچې کړنې د رسول الله صلی الله علیه وسلم له اخلاقو څخه نه وو، نه یې د دې کار اراده درلوده او نه یې په قصدي توګه کاوه، ځکه چې هغه صلی الله علیه وسلم د لویو اخلاقو خاوند و. او رسول الله صلی الله علیه وسلم به وییل: د الله جل جلاله په نزد په تاسو کې تر ټولو غوره هغه څوک دی چې اخلاق یې په ښو کړنو کولو - ورین مخ، له خلکو څخه په ضرر لرې کولو او یا ورڅخه سختۍ پورته کولو، او له خلکو سره په مهربانۍ چلند کولو سره ښایسته وي.

فوائد الحديث

مؤمن باید له بدو خبرو او بدو کارونو څخه ځان وساتي.

د رسول الله صلی الله علیه وسلم بشپړ اخلاق، چې له هغه څخه له نیک عمل او پاکیزه وینا پرته بل څه نه صادریږي.

ښه اخلاق د سیالۍ میدان دی، نو څوک چې مخکې شو هغه د غوره مؤمنانو له جملې او په ایمان کې تر ټولو کامل شخص دی.

التصنيفات

ستایل شوي أخلاق