مه غوسه کېږه

مه غوسه کېږه

له ابو هریره - رضي الله عنه - څخه روایت دی چې: أَنَّ رَجُلًا قَالَ لِلنَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: أَوْصِنِي، قَالَ: «لَا تَغْضَبْ» فَرَدَّدَ مِرَارًا قَالَ: «لَا تَغْضَبْ». یو سړي رسول الله صلی الله علیه وسلم ته وویل چې وصیت راته وکړه، هغه وفرمایل: « مه غوسه کېږه » هغه څو ځله تکرار کړه، ویې فرمایل: "مه غوسه کېږه".

[صحيح] [بخاري روايت کړی دی]

الشرح

یو صحابي - رضی الله عنه - له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه وغوښتل چې هغه ته د داسې یو څه لارښوونه وکړي چې ګټه ورته رسوي، نو هغه ته یې امر وکړ چې غصه مه کوه، یعنې له هغو اسبابو څخه ځان وساته چې د غصې لامل ګرځي، او دا چې د غوصې پر مهال ځان کنټرول کړي، او په وژلو، وهلو، سپکاوي او داسې نورو سره دې خپل قهر ته دوام نه ورکوي. سړي په تکراري ډول د وصیت غوښتنه وکړه، خو رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته په وصیت کې له "غصه مه کوه". څخه څه اضافه نه کړل".

فوائد الحديث

د غصې او لاملونو په اړه یې خبرداری، ځکه چې دا د بدیو ټولګه ده، او ورڅخه ډډه کول د نیکیو ټولګه ده.

د الله لپاره غصه کول ستایل شوې غصه ده لکه د الله تعالی د موانعو تر پښو لاندې کولو له امله غصه کول.

د اړتیا پر مهال د خبرې تکرار تر دې چې اورېدونکی پرې پوه شي او په اهمیت یې پوه شي.

له عالم څخه د وصیت غوښتلو فضیلت.

التصنيفات

ستایل شوي أخلاق