مَنْ رَدَّ عَنْ عِرْضِ أَخِيهِ رَدَّ اللهُ عَنْ وَجْهِهِ النَّارَ يَوْمَ الْقِيَامَةِ».…

مَنْ رَدَّ عَنْ عِرْضِ أَخِيهِ رَدَّ اللهُ عَنْ وَجْهِهِ النَّارَ يَوْمَ الْقِيَامَةِ». "څوک چې د خپل ورور له عزت څخه دفاع وکړي، نو الله تعالی به د قیامت په ورځ د هغه له مخ څخه اور وګرځوي

له ابو درداء رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «مَنْ رَدَّ عَنْ عِرْضِ أَخِيهِ رَدَّ اللهُ عَنْ وَجْهِهِ النَّارَ يَوْمَ الْقِيَامَةِ». "څوک چې د خپل ورور له عزت څخه دفاع وکړي، نو الله تعالی به د قیامت په ورځ د هغه له مخ څخه اور وګرځوي".

[صحيح]

الشرح

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي څوک چې په غیاب کې د خپل مسلمان ورور له عزت څخه دفاع وکړي او (پرې نږدې چې) د هغه سپکاوی وشي او یا ورسره ناوړه چلند وشي، نو الله تعالی به د قیامت په ورځ له هغه څخه عذاب وګرځوي.

فوائد الحديث

د مسلمانانو په شرف (عزت) کې له خبرو څخه ډډه کول.

جزا د عمل له جنس څخه ده، نو چا چې د خپل (مسلمان) ورور له شرف څخه دفاع وکړه؛ الله تعالی به ترې د قیامت په ورځ اور وګرځوي. (سوځولو ته به یې پرې نږدې).

اسلام د خپلو پیروانو ترمنځه د ورورګلوۍ او ملاتړ دین دی.

التصنيفات

فضایل او آداب, ستایل شوي أخلاق